د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۶
د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د ساتنې او څارنې او ترمیم په موخه په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې، د ۱ ملیارد او ۴۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت  د روان کال په پلان کې شاملې کړې دي.

د یادو پروژو څخه یو شمېر ترکار لاندې دي او ځینې نورې د ټولګټو وزارت په مرکز او ولایتي ریاستونو کې په تخنیکي او تدارکاتي مراحلو کې دي.

دغه پروژې د هېواد د ترانسپورتي زیربناوو د ساتنې او د سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د تخریب او ویجاړېدو د مخنیوي په موخه عملي کېږي.

په یادو ترمیماتي پروژو کې د لویو لارو او سړکونو د تخریب شویو برخو ترمیم، د سړکونو داغګیري، د پلونو او پلګوټو ترمیم، ساتنه او څارنه، د استنادي دېوالونو رغول او نورې اړوندې چارې شاملې دي.

د ټولګټو وزارت ژمن دی، چې د ترمیماتي پروژو په پلي کولو سره د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دیوالونو دوامداره څارنه او ساتنه تر سره کړي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ننګرهار ولايت له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او  د کابل. . .

BACK TO NEWS