د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۴۴
د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار، د ننګرهار ولایت د نظرآباد په سیمه کې  د یوه پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې،  د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ، د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد احمدي، تخنیکي ټیمونو او یو شمېر سیمه‌ییزو مسئولینو په شتون کې افتتاح او رسماً پیل شوې.

له دې وړاندې په یاده سیمه کې یو کوچنی پلګوټی موجود و، چې د اوبو د زیات حجم د تېرېدو وړتیا یې نه لرله. له همدې امله د یاد پل د جوړولو پروژه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت په پلان کې شامله شوه او اوس یې عملي چارې په ساحه کې پیل شوې.

د دغې پروژې په پیل سره، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده، او له بشپړېدو وروسته به یې د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا ترڅنګ، د اوبو تېرېدنه هم په معیاري او منظم ډول ترسره شي.

د ټولګټو وزارت د ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا اهمیت ته په کتو، هڅه کوي چې د سړکونو او پلونو د اساسي رغونې او بیارغونې له لارې، هېوادوالو ته د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS