د سمنګان ولایت له دره صوف ولسوالۍ څخه تر شباشک معدن پورې د سړک رغونې چارې روانې دي

د سمنګان ولایت له دره صوف ولسوالۍ څخه تر شباشک معدن پورې د سړک رغونې چارې روانې دي

دغه پروژه د دره صوف له بازار سوخته څخه پیل د شباشک کان پورې دوام لري، اوږدوالی یې 37.194 کیلومتره او پراخوالی یې 9 متره ده چې 7 متره یې ډمبر او یو یو متر یې د سړک د دواړو غاړو څنډې لري، د 40 او 37 مترو په اوږدوالي دوه پایې پلونه، 124 پایې پلچکونه، 54 دانې د اوبو معبرونه او استنادي دیوالونه لري.

د دغې پروژې د رغونې تړون د 1,493,680,398.29 افغانیو په ارزښت له وینکو امتیاز ودانیز شرکت سره لاسلیک، د افغانستان دولت له خوا تمویلیږي او درغونې چارې یې 7.5 سلنه کاري پرمختګ لري.

د دغه سړک رغونه په سمنګان ولایت کې د اقتصادي پراختیا، د کانون د ښه استخراج او ښاري پراختیا سبب ګرځي او خلکو ته ټولنیزې آسانتیاوې برابروي.

د یاد سړک رغونه نورو ولایتونو ته د ډبرو د سکرو لیږد آسانه کوي.