د هرات ولایت د امام شش نور سړک له 407 میلیونه افغانیو څخه په ډیر ارزښت بشپړ او پرانستل شو

د هرات ولایت د امام شش نور سړک له 407 میلیونه افغانیو څخه په ډیر ارزښت بشپړ او پرانستل شو

د هرات ولایت د امام شش نور سړک د ټولګټو وزیر انجنیر یما یاري لخوا د دولتي چارواکو، سیمه ایزو حکومتي مسؤلانو او قومي مشرانو په شتون د پنج شنبې ورځ د روان کال د لیندۍ میاشتې 22 مه پرانستل شو او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.

د دغې پروژې د پرانستنې په مهال ټولګټو وزیر وویل چې د دغه سړک دواړه برخې 20 کیلومتره اوږدوالی لري، لمړۍ برخه یې د کابلیانو قریې څخه تر امام شش نور زیارت او سر آسیاب پورې د 12.888 کیلومترو په اوږدوالي او 7 مترو په پراخوالي دوام لري او دویمه برخه یې د انجیل ولسوالۍ له پل مناردار څخه تر توبیریان سیمې پورې د 7.931 کیلومترو په اوږدوالي او 6 مترو په پراخوالي دوام لري رغول شوی.

دوی زیاته کړه چې په هرات ولایت کې یو شمیر نورې عام المنفعه پروژې هم بشپړې شوي او ژر به پرانستل شي.
د دغې پروژې د رغونې تړون د 407,009,888.57 افغانیو په ارزښت له نبی زاده وردګ ودانیز شرکت سره لاسلیک او د جاپان حکومت لخوا تمویلیږي.

دغه سړک له ټولنیز او اقتصادي اړخه ډیر ارزښت لري، 95 کلي په دغه مسیر شتون لري، له یاد سړک څخه 500000 تنه په مستقیم او 3614001 تنه په غیر مستقیم ډول ګټه اخلي، په رغونه یې کاري آسانتیاوې هم برابرې شوې وې او د ورځې له 35 څخه تر 40 تنو په دغه پروژه کې په کار بوخت وه.

دغه سړک په ترانسپورټي چارو کې هم ډیر ارزښت لري، پخوا به خلک له کلیو څخه ښار ته له 2 څخه تر 3 ګړیو کې رسیدل خو اوس د 30 دقیقو په موده کې رسیږي، موټر زیات شوي او کرایه یې هم کمه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې له دغه سړک څخه په ګټه اخیستنه د خلکو تولیدات او محصولات په کمه موده کې سوداګریزو مارکیټونو ته رسیږي او د سیمې په چاپیریال او امنیتي وضعیت یې هم مثبته اغیزه کړې ده