د هرات بای پاس سړک پرانستل شو

د هرات بای پاس سړک پرانستل شو

د هرات حلقوي (بای پاس) سړک د هیواد جمهور رئیس د ټولګټو وزیر انجنیر یما یاري، دولتي چارواکو، سیمه ایزو حکومتي مسؤلانو او قومي مشرانو په شتون نن پنج شنبه د روان کال د لیندۍ میاشتې 22 مه پرانست او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.

د هرات حلقوي سړک د پرانستنې په مراسمو کې ښاغلي جمهور رئیس محمد اشرف غني د خبرو پر مهال د دغه ولایت وګړو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې دغه سړک نړیوال ترافیک د هرات په لور زیاتوي او د ټرانزیټ له لارې د یاد ولایت ارزښت ډیروي او دغه راز یې د زیربنا په برخه کې د ایټالیا حکومت او خلکو څخه مننه وکړه.

په دغو مراسمو کې ټولګټو وزیر انجنیر یما یاري وویل،د هرات بای پاس سړک د ښار په کچه د ترافیکي ګڼې ګوڼې د له منځه وړلو، د لوړ بار موټرو د تګ او راتګ او هرات - اسلام قلعه لویې لارې سره د کابل - کندهار لویې لارې د نښلولو لپاره د 408+45 کیلومترو په اوږدوالي، د 22,636,242.08 امریکایي ډالرو په ارزښت چې ایټالیا هیواد یې تمویلوي رغول شوی ده.

د هرات - بای پاس سړک د پروژې لمړۍ برخه د 400+20 کیلومترو په اوږدوالي او 10 مترو په پراخوالي چې 7 متره یې ډمبر دئ، د 15 مترو په اوږدوالي یوه پایه پل او 69 پایې پلچکونه لري رغول شوی ده. د رغونې تړون یې د 10,890,001.84 امریکایي ډالرو په ارزښت له یونیک بلدرز ودانیز شرکت سره لاسلیک شوی وه او چارې یې بشپړې شوې دي.

د دغه سړک دویمه برخه له 25 کیلومترو څخه په ډیر اوږدوالي او 10 مترو په پراخوالي چې 7 متره یې ډمبر او درې متره یې د سړک د دواړو خواوؤ څنډې دي، په بیلابیلو اندازو 68 پایې پلچکونه او د 100 مترو په اوږدوالي یوه پایه پل لري.

د یادې پروژې د رغونې تړون د 11,746,240.24 امریکایي ډالرو په ارزښت له یونیک بلدرز ودانیز شرکت سره لاسلیک شوی او چارې یې بشپړې شوې دي.

دغه سړک د ښار په کچه د ترافیکي ګڼې ګوڼې د له منځه وړلو، د لوړ بار موټرو د تګ او راتګ او هرات - اسلام قلعه لویې لارې سره د کابل - کندهار لویې لارې د نښلولو په موخه رغول شوی ده.