د کندهار هوایي ډګر سړک د رغونې چارې 97 سلنه کاري پرمختګ لري

د کندهار هوایي ډګر سړک د رغونې چارې 97 سلنه کاري پرمختګ لري

د کندهار د هوایي ډګر سړک د 16.420 کیلومترو په اوږدوالي او 70 مترو په پراخوالي له هوایي ډګر څخه پیل د کابل دو راهي پورې دوام لري.
یاده پروژه له دوه ملیارده افغانیو څخه په ډیر ارزښت د افغانستان حکومت لخوا تمویل او د ټولګټو وزارت له خوا رغول کیږي چې اوس مهال 97 سلنه کاري پرمختګ لري.

دغه پروژه د 295 مترو په اوږدوالي او 14 مترو په پراخوالي دوه پایې پلونه، په بیلابیلو اندازو 37 پایې پلچکونه، ګلدانونه، د سړک غاړې ویالې، پیاده روؤنه او د روښنایي څراغونه لري.

د دغه سړک رغونه به د سیمې خلکو ته ډیرې ټولنیزې آسانتیاوې برابرې او ترافیکي ستونزې به هم حل کړي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د رغونې تړون له بارک باختر ودانیز شرکت سره لاسلیک شوی او چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټه اخیستنې ته به وسپارل شي.