د خوست ولایت د علي شیرو ولسوالۍ د هارون خیلو دویم پل ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري

د خوست ولایت د علي شیرو ولسوالۍ د هارون خیلو دویم پل ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري

د خوست ولایت د هارون خیلو دویم پل د علیشیرو ولسوالۍ په تورې اوبه سیند رغول کیږي چې ۴۰ متره اوږدوالی او ۷،۹ متره پراخوالی لري.

دغه پروژه له ۲۶ میلیونه افغانیو څخه په ډیر ارزښت د افغانستان حکومت له خوا تمویل او د ټولګټو وزارت د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام لخوا رغول کیږي.
د یادې پروژې د رغونې تړون له عرب شاه ودانیز شرکت سره لاسلیک شوی ده، اوس مهال یې د رغونې چارې ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري او په نورمال ډول مخ ته روانې دي.

د دغه سړک په رغونه سره د یادې سیمې د شلو کلیو ۲۰۰۰ تنه اوسیدونکي په مستقیم او ۴۰۰۰ تنه نور په غیر مستقیم ډول ګټه اخلي.
یاد پل د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ د خلکو ترانسپورتي او ټولنیزې ستونزې حلوي او ځینو وکړو ته کاري زمینه هم برابروي.