په خوست ولایت کې له دوه مندو منګل څخه تر قلندر پورې د سړک د دویم لاټ لمړۍ برخې جغلي سړک د رغونې تړون لاسلیک شو,

په خوست ولایت کې له دوه مندو منګل څخه تر قلندر پورې د سړک د دویم لاټ لمړۍ برخې جغلي سړک د رغونې تړون لاسلیک شو

په خوست ولایت کې له دوه مندو منګل څخه تر قلندر پورې د سړک د دویم لاټ لمړۍ برخې جغلي سړک د رغونې تړون د ټولګټو وزیر انجنیر یما یاري او خصوصي شرکت د استازي تر منځ نن یکشنبه د روان کال د سلواغې یو ویشتمه لاسلیک شو.

دغه سړک 10.287 کیلومتره اوږدوالی، 5 متره پراخوالی لري چې 3.5 متره یې د موټرو لپاره ده، په بیلابیلو اندازو 44 پایې پلچکونه،411 متره استنادي دیوالونه لري چې د رغونې تړون یې د 135,141,447 افغانیو په ارزښت له هاشم گربز ودانیز او د سړک رغونې شرکت سره لاسلیک کیږي، د نړیوال بانک لخوا تمویل او د رغونې چارې به یې د 12 میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د یادې پروژې د تړون د لاسلیک پر مهال ښاغلي یاري وویل چې په خوست ولایت کې د متون په سیند د بدیخیلو سیمه کې د ۸۰ متره پله، د علي شیر سیند له پاسه د هارون خیلو د پله، د خاني خوړ د پله او د هارون خیلو د دویم پله د پروژو هم د ځینو د رغونې چارې بشپړې شوي او د ځینو یې هم د رغونې چارې روانې دي چې په بشپړیدلو سره به یې د سیمې د خلکو ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده چې له دوه مندو منګل څخه تر قلندر پورې د 350+9 کیلومتره جغلي سړک د لمړي فاز، لمړي لاټ د رغونې تړون هم څو ورځې وړاندې د 146,731,756.5 افغانیو په ارزښت له غضنفري ودانیز شرکت سره لاسلیک شو، نړیوال بانک یې تمویلوي او د رغونې چارې به یې د 12 میاشتو په موده کې بشپړې شي.