د لغمان پوهنتون د سړک رغونې تړون لاسلیک شو,

د لغمان پوهنتون د سړک رغونې تړون لاسلیک شو

په لغمان ولایت کې د لغمان پوهنتون د سړک رغونې تړون د ټولګټو وزیر انجنیر یما یاري او خصوصي شرکت د استازي تر منځ نن یکشنبه د روان کال د سلواغې یو ویشتمه لاسلیک شو.

دغه سړک 4.750 کیلومتره اوږدوالی، 20 او 30 متره پراخوالی، په بیلابیلو اندازو 9 پایې پلچکونه لري او د رغونې تړون یې د 317,072,775.50 افغانیو په ارزښت له نوي سهاک او ایچکو ودانیزو شرکتونو سره په ګډ ډول لاسلیک شو چې د افغانستان دولت لخوا تمویلیږي او د رغونې چارې به یې د 18 میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د یادې پروژې د تړون د لاسلیک پر مهال ښاغلي یاري وویل چې د لغمان پوهنتون محصلانو پوهنتون ته د تګ او راتګ په وخت کې ډیرې ترانسپورټي ستونزې درلودې چې د یادې پروژې په رغونه سره به دغه ستونزې حل شي او زیاته یې کړه چې په دغه ولایت کې د مهتر لام بابا د حلقوي سړک او د بادپښ ولسوالۍ د سړک د رغونې د پروژو هم کار چارې روانې دي.