د وزیر ژوندلیک

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ټولګټو د وزیر انجنر یما یاري ژوند لیک            


یما یاري د رازمحمد یاري زوی په 1360 لمریز کال کې د هرات ولایت په یو روښانه او دینداره کورنۍ کې زیږیدلی.


دوی خپلې لمړنۍ زده کړې په کابل، منځنۍ زده کړې په خپل زیږد ځای او لوړې زده کړې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه له هیواده بهر په معتبرو علمي مرکزونو کې پای ته رسولي دي.
انجنیر یما یاري د لیسانس دورې لمړۍ درجه ډیپلوم د انجنیري او ودانیزو علومو په برخه کې د انګلیستان هیواد له برایتون نړیوال معتبر پوهنتون څخه تر لاسه کړی او د (ICE) ودانیزې انجنیرۍ له انسټیټیوټ څخه یې د ډیرو هڅو او د ودانیزې انجنیرۍ په څانګه کې د علمي او تخصصي څیړنو په خاطر د ممتاز زده کړیال جایزه اخیستې ده.


نوموړی د ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو د دوام لپاره په 2010 زیږدیز کال کې د انګلستان هیواد نړیوال او معتبر پوهنتون (امپریال کالج لندن) (Imperial College London) ته دننه او له همدې پوهنتون نه یې د ادارې، تجارت او انجنیري علومو په برخه کې د ماسټري سند لاس ته راوړ.


انجنیر یما یاري په دري، پښتو او انګلیسي ژبه خبرې کولای شي.


انجنیر یما یاري د افغانستان اسلامي جمهوریت د ټولګټو وزارت څلورڅلویښتم وزیر دئ چې د یو اصلاح غوښتونکي او ځوان په توګه یې د هیواد دخدمت لپاره لاندې دندې کړې دي.
ښاغلی یاري د ملي تدارکاتو ادارې د ریاست نږدې درې کاله کاري تجربه په خپلو کارنامو کې لري، د نوموړي ښې او ارزښتناکه کړنې په اداره او حکومتولۍ کې روڼتیا، سمون او د تدارکاتو په سیستم کې د فساد مخنیوی چې د هیواد د تدارکاتو د سیستم روڼتیا، لوړتیا او په هر پړاو کې د تدارکاتو کنټرول چې د پروژو اقتصادي اصل ته پکې ډیره پاملرنه شوې د ملي او نړیوالو ادارو لخوا د منلو او ستایلو وړ ګرځیدلې دي.

په دغه اداره کې د ښاغلي یاري کړنو او سمونونو ملي او نړیواله توجه جلب کړې چې د روڼتیا سازمان د فاسدو هیوادونو نوملړ کې یې د افغانستان نوم ډیر وروسته کړ، یاري د تدارکاتو د ریاست تر څنګ د اقتصادي عالي شورا غړیتوب هم درلود چې یادې شورا ته پیاوړې اقتصادې طرحې او ګټور نظرونه ورکول هم په خپلو کارنامو کې لري.

دوی د 2012 زیږدیز کال په لمړیو کې د ټولګټو وزارت سلاکار وه او وروسته بیا په 2013 زیږدیز کال کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې د ستر سلاکار په توګه وټاکل شو چې په دغه اداره کې یې هم ښې کړنې لرلې او د ده د کړنو په پایله کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې وکولای شول چې د (UIC) ریل پتلیو د نړیوالې اتحادیې او ( OSJD) د ریل پټلیو د نړیوالې همکارۍ د سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.


له 2006 نه تر 2011 زیږدیزو کلونو پورې یې په انګلیستان هیواد کې له معتبرو نړیوالو کمپنیو لکه واټر من ګروپ ( Waterman Group)، کپیتا سایمندز ( Capita Symonds) او کراس ریل (Crossraill) سره د ریل پټلۍ د مسلکي او ودانیز انجنیر په توګه دنده مخ ته وړې ده چې له یادو نړیوالو کمپنیو سره هم د ښې تجربې خاوند دئ.

د یادونې وړ ده چې په بیلابیلو برخو او ځایونو کې د ښاغلي یاري کړنې د لوړپوړو چارواکو، نړیوالو سازمانونو او مدني ټولنو د ستاینې وړ ګرځیدلې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د ملي تدارکاتو په اداره کې د ښاغلي یاري د ښو کړنو په خاطر د غازي میر مسجدي خان مډال په ورکولو ورنه ستاینه وکړه.
ښاغلی یما یاري د 1396 لمریز کال د زمري میاشتې په 16 نیټه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عالي مقام د یو فرمان په بنسټ د ټولګټو وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شو چې ورسره د یو بل بیل فرمان په صادرولو نوموړی د ټولګټو وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه هم وټاکل شو او له دریو میاشتو نه ډیره موده یې د ټولګټو وزارت د نوماند وزیر په توګه هم دنده وکړه.

د 1396 لمریز کال د لیندۍ میاشتې په 13 نیټه د ولسي جرګې د (13- 00367 ) شمیرې مصوبې په بنسټ چې د باور د رایو په اړه وه او د جمهوري ریاست د عالي مقام د 1396 لمریز کال د لیندۍ میاشتې د 27 نیټې د (30) شمیرې فرمان په بنست یې په رسمي ډول د ټولګټو وزارت د وزیر په توګه خپل کار پیل کړ.