د وزیر پیژندنه

د ټولګټو وزارت وزیر
ښاغــلي یــــــما یـــــــاري ژونــــد لـــــیک
 

یما یاري د رازمحمد یاري زوی چې په 1360 لمریز کال کې د هرات ولایت په یو روښانه او دینداره کورنۍ کې زیږیدلی، د لندن د امپریل کالج (Imperial College London) نړیوال پوهنتون په اداره، تجارت او انجنیري علومو کې ماسټري لري.

دوی خپلې لمړنۍ او منځنۍ زده کړې په هرات او کابل ولایتونو کې کړي دي او لوړې زده کړې یې په بیلابیلو کچو په نړیوالو معتبرو تعلیمي مرکزونو کې پای ته رسولي دي.

د یاري د زده کړو مدارک په لاندې ډول دي:

د لیسانس لمړۍ درجه ډیپلوم یې د انجنیري او ودانیزو علومو په برخه کې د انګلیستان هیواد له برایتون نړیوال معتبر پوهنتون څخه تر لاسه کړی چې د (ICE) انجنیري او ودانیز شرکت لخوا د ده د هڅو او علمي او تخصصي څیړنو د کولو لپاره ورته

د ممتاز زده کړیال جایزه ورکړل شوې ده.

دوی د ماسټري په کچه د لوړو زده کړو د دوام لپاره په 2010 زیږدیز کال کې د لندن د امپریل کالج (Imperial College London)  نړیوال معتبر پوهنتون ته دننه او هلته یې په اداره، تجارت او انجنیري علومو کې ماسټري وکړه.

ښاغلی یاري د یو اصلاح غوښتونکي او ژمن ځوان په توګه د ملي وحدت په حکومت او له هغه مخکې د هیواد دخدمت په موخه لاندې دندې کړې دي:

ښاغلی یاري د ملي تدارکاتو ادارې د ریاست کاري تجربه په خپلو کارنامو کې لري، د تدارکاتو ملي اداره کې یې ښې او ارزښتناکه کړنې په اداره کې روڼتیا، سمون او د فساد مخنیوی وه چې د هیواد د تدارکاتو د سیستم روڼتیا، لوړتیا، کنټرول او د پروژو اقتصادي اصل ته پکې ډیره پاملرنه شوې وه.

په دغه اداره کې د ښاغلي یاري کړنو او سمونونو ملي او نړیواله توجه جلب کړې وه چې د روڼتیا سازمان د فاسدو هیوادونو نوملړ کې یې د افغانستان نوم ډیر وروسته کړ، یاري د تدارکاتو د ریاست تر څنګ د اقتصادي عالي شورا غړیتوب هم درلود چې ورته یې ښې او پیاوړې اقتصادې طرحې او ګټور نظرونه ورکول.

دوی د 2012 زیږدیز کال په لمړیو کې د ټولګټو وزارت سلاکار وه او وروسته بیا په 2013 زیږدیز کال کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې د ستر سلاکار په توګه وټاکل شو چې په دغه اداره کې یې هم ښې کړنې لرلې.

د ده د کړنو په پایله کې د ریل پټلۍ ادارې وکولای شو چې د (UIC) ریل پتلیو د نړیوالې اتحادیې او (OSJD)  د ریل پټلیو د نړیوالې همکارۍ د سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.

له 2006 نه تر 2011 زیږدیزو کلونو کې یې په انګلیستان هیواد کې له معتبرو نړیوالو کمپنیو لکه واټر من ګروپ ( Waterman Group)، کپیتا سایمندز ( Capita Symonds) او کراس ریل (Crossraill) سره د ریل پټلۍ د مسلکي او ودانیز انجنیر او نورو بستونو کې دنده مخ ته وړې ده چې له یادو نړیوالو کمپنیو سره هم د ښې تجربې خاوند دئ.

د یادونې وړ ده چې په هرو برخو او ځایونو کې د ښاغلي یاري کړنې د لوړپوړو چارواکو، نړیوالو سازمانونو او مدني نهادونو د ستاینې وړ ګرځیدلي دي.

په دې وروستیو د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د تدارکاتو په ملي اداره کې د ښاغلي یاري د ښو کړنو په خاطر د غازي میر مسجدي خان مډال په ورکولو ورنه ستاینه وکړه.

ښاغلی یما یاري د 1396 لمریز کال د زمري میاشتې په 15 نیټه د جمهوري ریاست د عالي مقام د یو فرمان په بنسټ د ټولګټو وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شو چې ورسره د یو بل بیل فرمان په صادرولو نوموړی د ټولګټو وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه هم وټاکل شو.