PMO

د پروګرامونو د تنظیم د اداري په هکله لنډ معلومات ، د عامو ګټو وزارت

کابل، افغانستان

تاریخچه:د آسیا انکشافی بانک د نړیوالي پراختیا یو مالي سازمان  دی. د دی سازمان موخه د غړو هیوادونو سره مرسته ده تر څو هلته د فقر کچه را ټیټه او دخلکو د ژوند کیفیت لوړ کړي.

 افغانستان د آسیا انکشافي بانک د بنسټګرو هیوادونو له ډلې څخه دی. د غه سازمان له ۱۹۶۶ څخه تر ۱۹۹۲ پورې، د افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره د قرضي او تخنیکي مرستو په برخوکې مرسته کړي ده. د ۱۹۹۲ کال څخه وروسته د کورني شخړو له امله ددغه سازمان فعالیتونه تر ۲۰۰۲ کاله پورې په ټپه ودریدی. د ۲۰۰۲څخه تر ۲۰۰۸ پورې، دغه سازمان افغانستان ته د ۱.۸ بلیونو قرضو، اهدأ، تخنیکي مرستو، د ډونرانو سره د مالي مرستو،  د پانګه اچونو لویو پروژو، او د خصوصي سکټور د پانګه اچونو په برخو کې مرستي کړي دي. د آسیا انکشافی بانک د ۲۰۰۸-۲۰۱۳ کلونو لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د مرستي لپاره د پاریس په نړیوال کنفرانس کې د ۱.۳ بلیونو ډالرو مرستي ژمنه وکړه. د آسیا انکشافی بانک د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۱کلونو تر منځ د امریکي د متحده ایالاتو، انګلستان او جهانی بانک څخه وروسته څلورم لوي ډونور شمیرل کیږي.

د آسیا د انکشافی بانک مرستي ډيری د (i)انرژي، (ii)ټرانسپورټ او ارتباطاتو (iii)او د زراعتي او طبیعي منابعو د تنظیم څخه نیولی (iv)د حکومتدارۍ او مالی مربوط برخوکې متمرکزي دي.

د آسیا انکشافی بانک ۴۱۵ میلیونه ډالره د افغانستان د حلقوی سرک د بیا ودانولو لپاره ، په ځانګړې توګه د  هیواد په شمالي او لویدیځو سیمو کې، منلي دي چې په دی کې د ګاونډیو هیوادونو سره د ارتباطاتو او د سرحدی آسانتیاوي هم شاملي دي. دی سازمان همدارنګه د کندهار-سپین بولدک سرک د بیاجوړولو چارې د قرض پرته په غاړه اخیستی دی. د آسیا انکشافی بانک به د شمال-جنوب دهلیز چې ۱۱۸ میلیونه ارزښت لري او په ۲۰۰۶ کال کې منل شوی دی، ۱۴۰ کیلومټره سرک چې د مزار شریف او دره صوف تر منځ پروت دی، په غاړه واخلي.

د آسیا انکشافی بانک د سرکونو یو شمیر پروژي د خپلو پروګرامونو د تنظیم د اداري له لیارې تطبیق او د هغوی مالی مرستي تامینوي. د پروګرامونو د تنظیم اداره (PMO)پخوا د پروژو د تنظیمی واحد (PMU)په نامه یادیده چې دغه اداره د آسیا د انکشافی بانک په مالي مرسته په ۲۰۰۴ کال کې د عامو ګټو وزارت په چوکاټ کې او د آسیا د انکشافی بانک تر مستقیم نظارت لاندې، پر فعالیت پیل کړي وه.

له دی وروسته چې د پروژو د تنظیمی واحد (PMU)ځای د پروګرامونو د تنظیم اداري (PMO)ونیوه، نو د اداري د پروژو او پرسونل په شمیر کې هم د ملاحظي وړ تغیرات را منځ ته  شول. د پروګرامونو د تنظیم اداره (PMO)یو شمیرڅانګې هم لري چې عبارت دی له: د تخنیکي او انجینرۍ څانګه، مالي او اداري څانګه، د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګه او دنړیوالو سلاکارانو څانګه. د پروګرامونو د تنظیم اداره (PMO)د عامو ګټو د وزارت ډیری پروګرامونه او پروژي پر مخ وړي.

د پروګرامونو د تنظیم اداري (PMO)یو شمیر پروژی بشپړي، یو شمیر تر جوړیدو لاندې او یو شمیر  یي هم پیلیدو ته چمتو دي. لاندې د یو شمیربشپړو، تر جوړیدو لاندې او نوو رانیول شوو پروژو په هکله لنډ معلومات ورکړل شوي دي: