بشپړي شوي پروژي

د پروګرامونو د تنظیمولو د اداري دپروژو په هکله لنډ معلومات ، د فواید عامه وزارت

کابل، افغانستان

لنډه کتنه: د آسیائی انکشافی بانک د نړیوالي بنسټیز پراختیا و مالي سازمان  دی. د دی سازمان موخه د غړو هیوادونو سره مرسته کول ده تر څو هلته د فقر کچه را ټیټه او دخلکو د ژوند کیفیت لوړ کړي.

 افغانستان د آسیائی انکشافي بانک د بنسټګرو هیوادونو له ډلې څخه دی, د غه سازمان له کال ۱۹۶۶ څخه ترکال ۱۹۹۲ پورې، د افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره د قرضي او تخنیکي مرستو په برخوکې ګډون کړي دی. د ۱۹۹۲ کال څخه وروسته د کورني شخړو له امله ددغه سازمان فعالیتونه تر ۲۰۰۲ کاله پورې په ټپه ودریدی. د ۲۰۰۲څخه تر ۲۰۰۸ پورې، دغه سازمان افغانستان ته د ۱.۸ بلیونو قرضو، اهدأ، تخنیکي مرستو، د ډونرانو سره د مالي مرستو،  د پانګه اچونو لویو پروژو، او د خصوصي سکټورونو د پانګه اچونی په برخو کې مرستي کړي دي. د آسیائی انکشافی بانک د  ۲۰۰۸- ۲۰۱۳ کلونو لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د مرستي لپاره د پاریس په نړیوال کنفرانس کې د ۱.۳ بلیونو ډالرو مرستي ژمنه کړﺉ ده. د آسیائی انکشافی بانک د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۱کلونو تر منځ د امریکي د متحده ایالاتو، انګلستان او جهانی بانک څخه وروسته څلورم لوي مرسته کوونکی شمیرل کیږي.

د آسیائی انکشافی بانک مرستي ډيری د (i) انرژي، (ii) ټرانسپورټ او ارتباطاتو (iii) او د زراعتي او طبیعي منابعو د تنظیم څخه نیولی (iv) د حکومتدارۍ او مالی اړوند برخوکې متمرکزي دي.

د آسیائی انکشافی بانک ۴۱۵ میلیونه ډالره د افغانستان د حلقوی سرک د بیا ودانولو لپاره ، په ځانګړې توګه د  هیواد په شمالي او لویدیځو سیمو کې منلي دي چې په دی کې د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو او د سرحدی آسانتیاوی هم شاملي دي. دی سازمان همدارنګه د کندهار-سپین بولډک سړک د بیا رغونی چارې د قرض پرته په غاړه اخیستی دی. د آسیائی انکشافی بانک به د شمال-جنوب دهلیز چې ۱۱۸ میلیونه ډالره ارزښت لري او په ۲۰۰۶ کال کې منل شوی دی، ۱۴۰ کیلومټره سړک چې د مزار شریف او دره صوف تر منځ پروت دی، په غاړه واخلي.

د آسیائی انکشافی بانک د سړکونو یو شمیر پروژي د خپلو پروګرامونو د تنظیم د اداري له لیارې تطبیق او د هغوی مالی مرستي تامینوي. د پروګرامونو د تنظیم اداره (PMO) پخوا د پروژو د تنظیمی واحد (PMU) په نامه یادیده چې دغه اداره د آسیائی انکشافی بانک په مالي مرسته په ۲۰۰۴ کال کې د فوایدعامه وزارت په چوکاټ کې او د آسیائی انکشافی بانک په مستقیمه توګه ترنظارت لاندې پر فعالیت پیل کړي وو.

برعلاوه مبالغ فوق افغانستان ته 805 ملیون دالره د بلاعوض کمک په ډول په 20  دسپتامبر کال 2011 کی دسرک مختلفو پروژو ته مرسته کړی دی.

له دی وروسته چې د پروژو د تنظیمی واحد (PMU) ځای د پروګرامونو د تنظیم اداري (PMO) ونیوه، نو د اداري د پروژو او کارکوونکو په شمیر کې هم د لید وړ بدلون را منځ ته  شول. د پروګرامونو د تنظیم اداره (PMO) یو شمیرڅانګې هم لري چې عبارت دی له: د تخنیکي او انجینرۍ څانګه، مالي او اداري څانګه، د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګه او دنړیوالو سلاح کارانو څانګه. د پروګرامونو د تنظیم اداره (PMO) د فوایدعامه  وزارت ډیری پروژي پر مخ وړي.

 

 

د پروګرامونو د تنظیم اداري (PMO) یو شمیر پروژی بشپړي، یو شمیر تر جوړیدو لاندې او یو شمیر  یي هم پیلیدو ته چمتو دي. لاندې د یو شمیر بشپړو، تر جوړیدو لاندې او نویو رانیول شوو پروژو په هکله لنډ معلومات ورکړل شوي دي:

 

      بشپړي شوي پروژي:

۱: پلخمری-بلخ اونائب آباد-حیرتان ( ۲۶۵ کیلو متر ): دغه پروژه د ۲۰۰۴ کال په می کې پیل او د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر په ۱۶مه پای ته ورسیده. د دی پروژي د سرک اوږدوالی ۲۶۵ کیلو مترو ته رسیده.

۲: بلخ- اندخوی ( ۱۸۲ کیلو متر ): دغه پروژه د ۲۰۰۴ کال په اپریل کې پیل او د ۲۰۰۶ کال په اکټوبر کې پای ته ورسیده. د دی پروژي د سرک اوږدوالی ۱۸۲ کیلو مترو ته رسیده.

۳: اندخوی – قیصار (۲۱۰ کیلو متر ): دغه پروژه د ۲۰۰۶ کال په اپریل کې پیل او د ۲۰۰۸ کال په جون کې پای ته ورسیده. د دی پروژي د سرک اوږدوالی ۲۱۰ کیلو مترو ته رسیده.

۴: قیصار- بالا مرغاب (۹۰ کیلو متر ): دغه پروژه د ۲۰۰۴ کال په ډسمبر کې پیل او د ۲۰۰۸ کال تر ډسمبره پوري د دی سرک یواځي ۲۰ کیلو متره پوخ شو. د دی پروژي کار د امنیتي مشکلاتو له امله ودریده.

۵: کندهار – سپین بولدک ( ۴۲ کیلو متر ): دغه پروژه د ۲۰۰۷ کال په می کې پیل او د ۲۰۰۸ کال په  ډسمبرکې پای ته ورسیده. د دی پروژي د سرک اوږدوالی ۴۲ کیلو مترو ته رسیده.

     ۶:مزار شریف – پل برق (۷۵کیلو متر): دغه پروژه د ۲۰۰۸ کال په می کې پیل او د ۲۰۱۱ کال په  اګست کې پای               ته ورسیده.

     ۷:مزارشریف-حیرتان اورګادی پټلی(۱۰۶کیلومتر) دغه پروژه د ۲۰۱۰ کال په مارچ کې پیل او د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې پای ته ورسیده. باید وویل شی دیادونی وړدی ددی دفتر تر اداری لاندی۹۰۰ کیلومترسرکونه بشپړی شویدی.