دمیدان ښار – بامیان دسړک د دوهمی برخی په هکله رپوټ

د میدان ښار د سړک د بیارغونې پروژه – بامیان (دویمه برخه) له کوتل اونۍ – بامیان پورې

 د بامیان – میدان ښار سړک د دویمې برخې ریپوټ

  1. د پروژې لومړۍ برخه له میدان ښاره تر کوتل اونۍ پورې د پروژې لومړۍ برخه د ۵۴ کیلومتره طول سره په ۲۰۱۱ کال کې د ایټالیا له لوري د ۳۶ ملیون یورو بلاعوض مرستې پر بنسټ و رغول شوه.
  2. د میدان ښار او بامیان د سړک د دویمې برخې کار چې ۸۲ کیلومتره طول لري د اخیستل شوي پلان پر بنسټ يې ودانیز کارونه لکه د پلونو رغونه د بېلابېلو اړخونو نه، بکس او پيپ ډوله پلچکونه، کیندنې، ډکونې، د سړکونو د اساسي ټکو رغونه او قیر اچول دي.
  3. د میدان ښار – بامیان سړک دویمه برخه له کوتل اونۍ نه تر بامیانه تر دې مهاله ۸۰ سلنه پرمختګ کړي. او د ۸۲ کیلومتره سړک نه ۳۰ کیلومتره هغه يې قیر شوی. او ورته مهال له ۱۰ نه تر ۴۰ متره پورې ۱۵ پايې پلونه له بېلابېلو اړخونو نه، ۳۵۰ پايې بکس او پيپ ماننده پلچکونه بشپړ شوي دي.
  4. یو شمېر امنیتي ګواښونه له میدان وردګونه تر کوتل اونۍ پورې په دې لاره شته .
  5. هیله لرو چې پاتې ودانیز کار به د ۱۳۸۴ کال ترپایه بشپړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.