APRP

د فواید عامی وزارت د قوای کار پروگرام د صلحی، یووالی او مسالمت آمیزه ژوند ته د راستنیدو د  پروگرام سره حمایت

د آګاهی پاڼه

د قوای کار د پروګرام پیژندګلوی

د سولی، یو والی او مسالمت آمیزه ژوند ته د راستنیدو  د پروګرام  انکشافی ضرورتونو ته د رسیدلو لپاره د فواید عامی وزارت دا تعهد کړی دی چه قوای کار ایجاد کړی. اصلاً د دی طرحی څخه  د فواید عامی د وزارت هدف دا دی چه د قوای کار محلی کارکوونکو ته د سرکونو د حفظ او مراقبت په برخه کی تعلیم او آګاهی ورکړل شي، تر څو وکړای شي چه په دایمی توګه په دی پروسه کی شامل اووسي.

قوای کار د مشخصو تریننګونو ، او د راستنیدونکو او د ټولنی د خلکو لپاره د کار د زمینی د برابرولو په واسطه توانیدلی چه په هغه مناطقو کی چه دا پروژه عملی کیږی صلحه راولی، چه دا کار د خلکو جنګ  ته د بیا ستیندو د احتمال څخه ممانعت کوی. 

د قوای کار د پروژی اساسی هدف د سولی، یووالی او مسالمت آمیزه ژوند ته د راستنیدو د پروګرام سره  د قوای کار د ایجادولو د لاری د کار د زمینی د برابرولو په واسطه، حمایت کول دی.

د پروژی مقصد د هغه کسانو له جملی څخه چه د سولی د پروسی سره یوځای شوی دی ۱۶۳۲ کسانو

 ته د کار زمینه برابرول، او همداشان هغوی ته د سرکونو د جاری حفظ او مراقبت په هکله ابتدایی تریننګ په ۶ ولایتونو کی(کندز،فاریاب،بغلان،ننګرهار،هرات او پکتیا) چه د سولی د پروګرام په اولویت کی قرار لري، دې. چه دا کار په خپله د اوږد محاله قوای کار د بنسټ باعث کیږي.

تر اوسه د فواید عامی وزارت ۷۱۸ کسان

  د سولی  پروسی  ته د راستنیدونکو او د ټولنی د خلکو له جملی څخه په دری ولایتونو فاریاب (۲۷۲ کسان) ، کندز (۲۷۲ کسان) او په بغلان ولایت کی ۱۷۴ کسان چه متباقی ۹۸ کسان د استخدام په حال کی دي، په کار ګمارلي دي.

او ټاکل شوی ده چه په درې ولایتونو هرات،ننګرهار او پکتیا کی هم د قوای کار پروګرام پیل شي،