بشپړي شوي پروژي

1:مزارشریف – پل برق (۷۵کیلو متر): دغه پروژه د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې پیل او تر اوسه تر جوړیدو لاندې دی چه د نوموړی پروژی دودانولوبرخی قراردادی د سامون کوریایی شر کت دی.او همدارنګه د یادولو وړ دی

چه د دغی پروژي کار د ۲۰۱۱ کال د اگست په میاشت کی پای ته ورسیده.

2:مزارشریف-حیرتان پټلی(۷۵ کیلومتر):

ددغی پروژی تخنیکی-اقتصادی څیړنی د۲۰۰۹کال دسپتامبرپه میاشت کی بشپړی شوی او د نوموړی پروژی

دودانولوبرخی تړونکی UTY ازبکستانی شر کت دی د یادونی وړده چي نوموړي پروژی دودانولو ارزښ ۱۴۶میلون امریکائی ډالره  دیاو دپروژي کار د ۲۰۱۰ کال د مارچ په میاشت کښی پیل اوپه۲۰۱۰ کال دنوامبرپه۴ نیټه یی کار بشپړ شو او ساختمانی شرکت ته دکاردبشپړیدو له کبله تر اوسه  ۳۸۹۶۷۹۲ پرداخت شویدی.  دیادوني وړده چي د حیرتان پټلی ۳۰ کاله مخکی جوړ شوی ؤخو دزمان په تیریدو د منځه تللی دی.د دغه پروژی د ګټه اخیستني برخه یو ازبکستانی شرکت (Sagdia Trans)ته سپارل شویدی او پدی نژدی راتلونکي کي  به دګټه اخیستني پړاو پیل شي.دیادوني وړده چي د افغانستان د پټلی کارکوونکی به هم پدی پړاو کی تر زده کړی لاندی ونیول شی چه په راتلونکی د ګټه اخیستني برخه دوی په خپله مخ ته بوزی.

3:پلخمری-بلخ اونائب آباد-حیرتان ( ۲۶۵ کیلو متر ): دغه پروژه د ۲۰۰۴ کال په می کې پیل او د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر په ۱۶مه پای ته ورسیده. د دی پروژي د سرک اوږدوالی ۲۶۵ کیلو مترو ته رسیده.

4:بلخ- اندخوی ( ۱۸۲ کیلو متر ): دغه پروژه د ۲۰۰۴ کال په اپریل کې پیل او د ۲۰۰۶ کال په اکټوبر کې پای ته ورسیده. د دی پروژي د سرک اوږدوالی ۱۸۲ کیلو مترو ته رسیده.

5:اندخوی – قیصار (۲۱۰ کیلو متر ): دغه پروژه د ۲۰۰۶ کال په اپریل کې پیل او د ۲۰۰۸ کال په جون کې پای ته ورسیده. د دی پروژي د سرک اوږدوالی ۲۱۰ کیلو مترو ته رسیده.

6:قیصار- بالا مرغاب (۹۰ کیلو متر ): دغه پروژه د ۲۰۰۴ کال په ډسمبر کې پیل او د ۲۰۰۸ کال تر ډسمبره پوري د دی سرک یواځي ۲۰ کیلو متره پوخ شو. د دی پروژي کار د امنیتي مشکلاتو له امله ودریده.

7:کندهار – سپین بولدک ( ۴۲ کیلو متر ): دغه پروژه د ۲۰۰۷ کال په می کې پیل او د ۲۰۰۸ کال په  ډسمبرکې پای ته ورسیده. د دی پروژي د سرک اوږدوالی ۴۲ کیلو مترو ته رسیده.