د ټولګټو وزارت د جندر آمریت یو کلن راپور

د ښځو د ځورونې د مخنیوي په اړه د ورکشاپ تصویرونه

 

د ټولګټو وزارت د جندر آمریت یو کلن راپور

د ټولګټو وزارت اړوند د جندر آمریت وروسته تر دې چې د رتب او معاش پروسه پرې تطبیق شي د ۱۳۸۸ کال د دلوې میاشتې په ۱۹ مه د درې بستونو په تشکیل چې یو یې دریم او دوه یې څلورم بستونه وه د وزارت د مالي او اداري معینیت لاس لاندې منځ ته راغلی.

په ټولګټو وزارت کې ټولې ۱۵۹ تنه ښځینه کارکوونکې په بیلا بیلو ریاستونو کې دنده لري چې ۴ تنه یې ماسټرې، ۹ تنه یې لیسانس، ۱۱ تنه یې فوق بکلوریا او پاتې نورې یې بکلوریا او خدمتي کارکوونکې دي.

دغې ادارې له منځ ته راتګ تر اوسه د دندې د لایحې اړوند ډیر کارونه تر سره کړي دي.

د ۱۳۹۴ کال پلان :

  • د جندر مسائیلو د پوهاوي په موخه د ۵ ښوونیزو پروګرامونو جوړول چې د وزارت ۱۰۰ تنو کارکوونکو پکې ګډون درلود.
  • د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسون د جندر ریاست سره د انګلیسي او کمپیوټر د ښوونیزو پروګرامونو په موخه همغږي د ۲۰ تنو هغو ښځو لپاره چې د دندې په حال کې دي.
  • د ښځو د نړیوالې ورځې او مور د نړیوالې ورځې لمانځل او له وړکتون سره د ماشومانو د ورځې د لمانځنې په اړه همغږي.
  • د وزارت د ښځینه کارکوونکو ورپیژندل په هیواد کې دننه هغو لنډمهاله ښوونیزو پروګرامونو ته چې د نورو ادارو او وزارتونو لخوا د جندر او ښځو د حقوقو په موخه جوړیږي.
  • د ښځو د حقوقو او جندر مسائیلو اړوند د بروشرونو چاپول.
  • په داسې حال کې چې د جندر بودیجه منظوره شي د ۱۰ تنو ښځینه کارکوونکو ورپیژندل خصوصي پوهنتونونو ته وروسته له رسمیاتو.
  • که بودیجه ولرو د هغو کارکوونکو ورپیژندل خصوصي پوهنتونونو ته چې زده کړې یې نیمګړې پاتې دي.

 

 

 

 

شوي فعالیتونه (تر سره شوې کړنې)

  • د ۲۳ تنو ښځینه او نارینه کارکوونکو ور پیژندل د ښځو لپاره د ملي کاري پلان د څیړلو  (نیوا)  ورکشاپ ته.
  • د وزارت د استخدام او ستونزو د حل  په کمیټو کې ګډون د استخدام له لړۍ نه د څارنې او د تبعیض د مقررې د تطبیق په موخه.
  • د ریاستونو استازو سره د همغږۍ د میاشتنیو غونډو جوړول په اړونده اداره کې د ښځو د وضعیت د ښه والي په موخه  او د غونډو د پریکړو د راپور ورکول د وزارت دننه ریاستونو ته.
  • د مور د نړیوالې ورځې په مناسبت ۴۰ میندو ته د ۱۰۰۰ افغانیو ورکول.
  • د جندر آمریت د قلمي جریدې خپرول د ملي او نړیوالو ورځو په مناسبت په میاشتني ډول.
  • د افغانستان لپاره د مالي چارو د مدیریت (PFMRD) ورکشاپ ته د ۱۷ تنو کارکوونکو ور پیژندل د ښځو د ظرفیت لوړولو پروګرام د ښه مخ ته وړلو په موخه.
  • د وزارت نه بهر ۱۰ تنو نجونو ورپیژندل د پروموت کار زده کړې پروژې ته.
  • د لیسانس کارکوونکو د سي وي لیږل د ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې ته د دغې اداري په سي وي بانک کې د زیاتولو او ساتلو په موخه.
  • د جندر آمریت د تشکیل او طرحې جوړول ریاست ته او د دغې طرحې او تشکیل لیږل د ښځو چارو وزارت ته.
  • د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړې په اړه د طرحې جوړول او د ښځو چارو وزارت ته لیږل.
  • د نومبر د ۲۵ مې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ورځې په مناسبت د غونډې جوړول چې پکې ۴۵ تنو نارینه او ښځینه کارکوونکو ګډون کړی وه.
  • د نومبر د ۲۵ مې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ورځې په مناسبت د ورکشاپ جوړول چې پکې د دغه وزارت ۳۵ تنو نارینه او ښځینه کارکوونکو ګډون کړی وه.
  • د نومبر د ۲۵ مې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ورځې په مناسبت د قلمي جریدې، پوسټرونو او شعارونو خپرول.

 

شوي فعالیتونه (تر سره شوې کړنې)

  • د جندر آمریت د کارکوونکو فعاله ونډه په هغو ورکشاپونو کې چې د جندر په اړه د ښځو چارو وزارت لخوا جوړ شوي دي.
  • د جندر آمریت د آمرې ګډون په ټولو تحنیکي اداري غونډو کې چې د وزارت لخوا په اونیز ډول جوړیږي.
  • له هغو میرمنو سره مرسته کول چې په اړونده دفترونو کې له ورځنیو کاري ستونزو سره مخ دي.
  • جندر آمریت ته د را لیږل شویو مکتوبونو ځواب ورکول اړونده ادارو ته.
  • د کلنیو، میاشتنیو، او ربعوار راپور جوړول او د چارو ادارې د ښځو چارو ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون او د ښځو چارو وزارت ته یې استول.
  • د وزارت یوې خدمتي، معلولې، او بې بضاعته کارکوونکې ته د مرستې ټولول.

 

په ۱۳۹۴ کال کې د جندر آمریت عمده ستونزې :  

  • د جندر آمریت د بودیجې نه منظوریدل د مالیې وزارت لخوا.

 

د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې د غونډې تصویرونه