بشري سرچینې

د 1393 کال د جوزا د میاشتي کاري ریپوټ

د فواید عامې وزارت اساسي ارزښتونه، ماموریت او لید لوری:

اساسي ارزښتونه:

پر مشتري غور کول: د افغانستان خلکو ته د وړاندې کلو په اړه غور کول.

مسلکي والی: روڼتیا، مسلکي والی، امانت داري، او حساب ورکوونکی د خدماتو په وړاندې کولو کې مشارکت او همکاري.

قانون مندي: د افغانستان له اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو نه پیروي کول.

ماواست: خلکو ته درناوی او بېلابېل ډوله فرهنګونو ته ژمنتیا.

د ارزښتونو شتون په یوه اداره کې یو څرګنده موخه ده.

لید لوری:

د ترانسپورتي زېرمو رغول او ستانه چې په افغانستان کې اقتصادي، روغتیايي، پوهنیز پرمختګ او ارامتیا ملاتړ وکړي.

سازماني لید لوری:

وزارت به د ۱۳۹۱ کال تر پایه پورې به د ګټورې ادارې په موخه لازمه وړتیا کنترول، ګټوره پراختیا، د ترانسپورتي زېرمو د رغولو پلې کول او د هغې څارنه د ملکي هوايي ډګرونو په شمول، د اور پټلی او سړکونه هغه څه دي چې وزارت يې مسئولیت په غاړه لري.

ماموریت:

ما پیوسته ارتباط ترانسپورتی را در تمام افغانستان و با مقاصد بیرونی با کشور های همسایه در منطقه بهبود میبخشیم. موږ له اړیکو سره سره په ټول افغانستان کې ترانسپورتي اړیکې هم ساتو

د بشري منابع رایاست:

زموږ ماموریت دا دی چې خپلو مشتریانو ته شفاف، حساب ور کوونکی استخدام پرته له توپيري چلند نه، ساتنه، د ظرفیت لوړونه او کار کوونکو ته د پوهنیزو پروګرامونو چمتو کول دي تر څو له دې اړخه و کولای شو ډاډ ورکړو چې د فواید عامې وزارت کارکوونکي د وزارت د ستراتیژۍ  وړتیا او پوهاوی و لري.

2. -    د فعالیتونو ډولونه:

1.  د ملکي خدماتو د کار قانون د ۱۶ مادې پر بنسټ د (۱۰۰) تنه کار کوونکو د ارزیابۍ فورم د دفتر د سوانع له مخې طرحه کېږي او وروسته له ټاپې نه په رسمي توګه د خانه پورۍ لپاره اړوندې ادارې ته لېږل او په پایله کې يې د (۱۰۰) تنو په شمېر د وزارت کارکوونکو له ارزیابۍ نه وروسته یو ګام لوړ تر بست پرمختګ وکړ او د وزارت له مقام نه د منظورېدو وروسته هغه بستونه چې یو ګام لوړ شوي دي د اړوندو کار کوونکو په دفاترو کې يې زیات شوي دي.     

2.   د ارزیابۍ امریت د هغه ۵ تنو د نويو مقرره شویو کارکوونکو سوانع د ۱۳۹۳ کال د مقدماتي اسنادو له مخې د جوزا په میاشت کې د سوانح په دفتر کې طرح او ترتیب کړل.

3.     د مرکزي ریاست د کارکوونکو د حاضرۍ نوملړ کنترول او څارل شوي او همدا راز يې د کسر معاش راپور په میاشتني ډول ترتیب شوي او د حقوقو د اجرا لپاره يې مالي او حسابۍ ریاست ته لېږدولې دي.

 

4. د کار قانون د ۱۳۸ مادې او د مقررۍ د ۶ مادې د هدایت پر بنسټ د وزارت ۴ تنه کارکوونکې اسنادو ته په کتو سره تقاعد او اسناد يې تقاعد ته سوق شوي او د تقاعد د خبرتیا کارت يې د قانوني مراحلو د تر سره کولو وروسته د تقاعد ریاست ته لېږدول شوي.

5.     د مرکزي او ولایتي اپرات ۱۲۰ تنه کار کوونکي د عزل او نصب په شمېر سره د پ۲ فورمې له مخې خپل ذاتي دفتر ته تصویب شول.

6.    د وزارت ۱۴ تنه کار کوونکي د بشري منابع د رهبرۍ او مدیریت په برخه کې د اداري اصلاحاتو مستقل کمېسیون ته د ګډون په موخه ور پيژندل شوي دي.

7.     د وزارت په تالار کې د ۲۵ مېرمنو لپاره پوهنیز پروګرام د (اسلام کې د مېرمنو حقوق او ځاي ) تر سرلیک لاندې په لاره واچول شو.

 

  

 (اسلام کې د مېرمنو د حقوق او ځاي) تر سرلیک لاندې د غونډې انځورونه

 

8.    د وزارت په تالار کې د ۳۵ تنه کارکوونکو لپاره پوهنیز ورکشاپ د مدیریت د زمان په اړه.

                                                                                                

د مدیریت زمان تر سرلیک لاندې د کنفرانس انځورونه

9- د استخدام امریت ۱۱ کم بستونه تشخیص او رقابتي اعلان ته يې وړاندې کړل، د نوماندانو لپاره ۱۰۵ فورمه توضیع شوي چې له ډلې نه يې ۱۱ تنه په شرایطو برابر او شارت لیست شوي په پایله کې ۱۱ تنه د ازاد رقابت له لوري د مصاحبې د ترسره کولو وروسته مقرره شوي.

 

د وزارت د بستونو د شارټ لیست له بهیر نه انځورونه

10- د استخدام امریت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کار قانون د ۱۰۱ مادې د هدایت پر بنسټ ۱ تن کارکوونکی له بست نه منفک کړی چې اوس مهال هغه بست رقابتي اعلان ته سپارل شوی دی.

 

د وزارت د بستونو د ازموینې پر مهال څو انځورونه

 11-د ۴ تنه نوي کار کوونکي د کار د جواز په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته ور پيژندل شوي چې د اسنادو له بشپړېدو وروسته د ارزیابۍ امریت ته د دفتر د بشپړ ولو په صورت کې د سوانع دفتر ته لېږدول شوي.

12- د اصلاحاتو له مستقل کمیسیون او ملکې خدماتو سره د لارښوونو له اصولو سره سره اړوندو پالیسو په رڼا کې اړیکې ټينګوو.

13- د کارکوونکو د روغتیا او ساتنې په موخه پرزنتیشن، نویو په دنده ګمارل شویو کار کوونکو ته د ملکي خدماتو د کار کوونکو چلند د قانون په رڼا کې د شکایاتو له بهیر سره وړاندې شو.

14- د بشري منابع ریاست د پالیسۍ طرحه او تنظمول، د هغوي لېږد مرکزي ریاستونو او ۳۴ ولایتي قدمو ته.

15- د ملکي خدماتو او د اصلاحاتو مستقل کمیسیون سره د مراسلاتو د مراحلو پایول په رسمي اداراتو کې عملي شوي.

16- د وزارت معلوماتو په برخه کې ۳۴ قدمه ولایتونو سره همکاري روانه ده.

17- کارکوونکو لپاره د ملکي خدماتو د نافذه قوانینو د پلې کولو په موخه خبر تیا ورکړل شوې ده.

18- د مقررۍ په غونډه کې د مامورینو چلند د اصلاحاتو او ملکي خدماتو له ادارې سره ګډون وکړ.

19- د ملکي خدماتو لپاره د معلوماتي سیستم د پيژندلو په موخه چې کوم ورکشاپ د اداري اصلاحاتو کمیسیون کې په لاره اچول شوي وو ګډون مو وکړ.

20- د وزیرانو شورا د احکامو او د پرېکړې د مطالعې پر بنسټ او د هغه وېشل پر څلورو اړوندو دیپارتمنتونو.

21- د ۱۳۹۳ کال د دویم ربع د قرطاسیه جدول ترتیب او د ریاست د مقام په ګډون پنځه ديپارتمنتونو ته د لېږد په موخه د اداري خدماتو اداري ریاست ته ولېدولو شول.

22- د ۳۴ ولایتونو د انجنیرۍ او اجرائيوي برخو کې د تشکیل او د اړونده اداراتو د کاري ودې په موخه څېړنه او نیازارزونه يې و شوه.

23- د ۱۳۹۳ کال د ولایتونو او مرکز تشکیل بیاځل لیدل شوي.

24- د ولایتونو احصائيه دفترونه په دیتایس پلې شوي دي.

25- په مرکز او ولایتي قدمو کې د تورم بستونو مخنیوی.

26- د وزارت د ۱۱۵ تنو کار کوونکو د مقررۍ، تبدیلۍ، منفکۍ او پرمختګ په احصائیه دفترونو کې ثبت شوي دي.

27- اور پټلي د عمومي ریاست د ادارې دندو طرحه تجزیه او تحلیل شوې ده.

باید ووایم چې د بشري منابع د ریاست د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي د میاشتې کاري پلان چمتو او وړاندې شو.