د ټولګټو وزارت د بشري سرچینو ریاست او ولایتي مدیریتونو د همغږۍ سیمینار وړاندې شو

د خپرېدو نېټه: Apr 25, 2016

د پاى نېټه: Jan 01, 0001

د مزايده سند: Download Document



جزیات:

د ټولګټو وزارت د بشري سرچینو ریاست او ولایتي مدیریتونو د همغږۍ سیمینار وړاندې شو

د بشري سرچینو د ښه مدیریت اړوند سیمینار د ټولګټو وزارت د بشري سرچینو د ریاست لخوا د بشري سرچینو د رییس انجینر محمد شریف راسخ په مشرۍ د وزارت د کنفرانسونو تالار کې په داسې حال کې وړاندې شو چې د ټولو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو د بشري سرچینو مدیرانو پکې ګډون درلود.
په دغه سیمینار کې د بشري سرچینو رییس د معیاري، ګزارش ورکولو او د کارکوونکو د ارزونې د فورمونو او همدا رنګه په ولایتونو کې د ټولګټو ریاستونو د بشري سرچینو د مدیریتونو د ستونزو په هکله خبرې وکړې.
د ولایتونو د بشري سرچینو مدیرانو د ولایتونو په ټولګټو ریاستونو کې له شته ستونزو یادونه وکړه او د بشري سرچینو له رییس نه یې د ولایتونو د بشري سرچینو په مدیریتونو کې د یو تن کارکوونکي د ګمارنې غوښتنه وکړه، څو د دغو مدیریتونو ورځني کارونه په ښه ډول مخ ته یوسي او په ولایتونو کې یې د انټرنیټ نه شتون یوه ستره ستونزه وبلله او د حل غوښتنه یې وکړه.
د سیمینار په لړ کې د ټولګټو وزارت د بشري سرچینو ریاست د کارکوونکو لخوا د معیاري فورمو، د ولایتونو د ګزارش د فورمونو او د کارکوونکو د ارزونې د فورمونه په اړه جوړ شوي پریزینټیشنونه وړاندې شول.
په پای کې د وزارت د بشري سرچینو رییس ژمنه وکړه چې د دوی قانوني غوښتنو ته به پاملرنه وکړي او د ولایتونو د بشري سرچینو مدیرانو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.