زنده گی نامه وزیر

د محترم انجنیر نجیب الله یمین لنډه پیژندنه

د محترم انجنیر نجیب الله یمین لنډه پیژندنه

انجنیر نجیب الله یمین په ۱۳۵۳ لمریز کال په لوګر ولایت کې زیږیدلی دی. ښاغلي یمین خپلې لومړنۍ، منځنۍ او لیسې دورې زده کړې د غازي امین الله لوګري او غلام محمد نیازي په عالي لیسو کې ترسره کړي دي. په ۱۳۷۴ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځي ته شامل او په ۱۳۷۹ لمریز کال یې له دې پوهنځي څخه د سیول انجینری په برخه کې د لسانس سند ترلاسه کړ. ښاغلي یمین د ماسترۍ سند په ۱۳۸۷ لمریز کال د تایلند شاهي هیواد د مهیډول پوهنتون څخه د طبیعي زیرمو د مدیریت په برخه کې ترلاسه کړی دی. په ۱۳۹۳ لمریز کال کې یې د امریکې متحده ایالاتو د مشیګن ایالتي پوهنتون څخه د نړیوالې پراختیا په چوکات کی د طبیعي زیرمو د مدیریت په برخه کې د فوق ماستري سند ترلاسه کړی دی.

ښاغلی یمین د هیواد یو ځوان، متخصص، متعهد او په کارپوه کدر دی چې څه باندې شل کاله کیږي چې په بیلابیلو کورنیو او نړیوالو ادارو کی یی مسلکي او تخصصي کاري تجربه تر لاسه کړي دي، چې له ډلې یې کولی شو د نړیوال بانک، د آسیا پرمختیایي بانک، ملګري ملتونه، د آلمان د پراختیایي همکاریو اداره، د اوبو او انرژۍ وزارت، د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت، د چاپیریال ساتنې ملي اداره او په ولسمشری ماڼۍ کی یې د دندو د اجراکولو نومونه واخیستل شي.

ښاغلي یمین د خپلې شل کلنې مسلکي او تخصصي کاري تجربې په لړ کې د سیمې او نړۍ له څه باندې شلو هیوادونو څخه تجربه تر لاسه او لیدنه کړې ده او په نړیوالو جایزو او ملی تقدیر نامو لکه لومړۍ، دوهمه او دریمه درجه ستاینلیکونو باندې ویاړل شوی دی.

ښاغلی یمین د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر له لوري د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي په17  نیټه د ځانګړي فرمان/حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکل شو.