د ټولګټو وزارت لخوا، په پکتيکا ولايت کې د ۳.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب د تعمیر کار پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۱۱
د ټولګټو وزارت لخوا، په پکتيکا ولايت کې د ۳.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب د تعمیر کار پیل شو

دټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې، چې يو تخنيکي ټيم يې ملتيا کوله؛ پکتیکا ولايت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت د محترم والي مولوي فیض الله جمال حقاني، د دغه ولایت د ټولګتو رئیس، د بشري سرچینو د رئیس او د دغه وزارت د مالي چارو کارپوه په شتون کې د دغه ولایت د ټولګټو ریاست لپاره د یو باب ودانۍ د رغونې د بنسټ ډبره کېښوده.

د یادې پروژې کار د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز شرکت تر منځ د ۳۹۸۶۳۲۳ افغانیوپه ارزښت قراداد شوی چې نن یې رسماً چارې پیل شوې.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت له والي سره د لیدنې پرمهال، د شرنې - مټاخان ۱۰.۶ کیلومتر سړک د بیا رغونې کار د ۱۴.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د شرنې – بند سرده ( غزني مرز) ۲۱ کیلو متره سړک د ۷.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت او د دغه ولایت د ټولګټو ریاست لپاره د یوباب تعمیر یادونه وکړه چې د رغونې او ترمیم کاریې دا مهال جریان لري او دغه راز  د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د هغو سړکونو کار چې د اقتصادي پلوه ارزښت لري د مالي بودیجي په پام کې نیولو سره د راتلونکي کال په کاري پلان کې شامل او کار به یې پیل شي.
 
د یادونې وړده، چې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دغه سفر کې د یاد ولایت د تر کارلاندې پروژو څخه لیدنه وکړه او دیاد ولایت دټولګټو ریاست له مسؤلانو او کارکونکو سره یې وکتل او د هغوی نظریات او وړاندیزونه یې واریدل؛ او د یاد ولایت کار کونکو سره یې د تخنیکي برخو د پیا وړتیا وعده وکړه.

دغه راز؛ په یاد سفر کې چې د بشري سرچینو رئیس محترم انجنیر فضل الباری بلوڅ او د دغه وزارت د مالي چارو کارپوه عبدالعلیم خورشید د یاد ولایت د مالی او بشري سرچینې و ارزولې او د کار دغوره والي په هکله یې د یادو ادارو کارکونکوته لازمې لارښونې وکړې.

9 months 2 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۱۴
Background image

معین خط‌ آهن وزارت فواید عامه ا.ا.ا در رأس یک هیئت، به منظور گسترش همکاری‌های ریلی به کشور ایران سفر نموده

محترم الحاج مولوی محمد اسحاق صاحب‌ زاده، معین خط آهن وزارت فواید عامه، در رأس یک هیئت عالی رتبه ا.ا.ا، که در ترکیب آن محترم مولوی عبدالرحمن قانت، معین برنامه‌ها و پالیسی وزارت معادن و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

گام مهم دیگری به سوی رشد اقتصادی و توسعه شبکه ترانسپورتی کشور کار قیرریزی سرک کنر – نورستان آغاز شد

وزارت فوایدعامه ا.ا.ا به منظور توسعه شبکه ترانسپورتی کشور و وصل نمودن مناطق دوردست، کار قیرریزی سرک کنر – نورستان را از سمت ولایت نورستان به سوی ولایت کنر آغاز نمود که گام مهمی در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

دو تن از روئسای وزارت فواید عامه تغییر و تبدیل شدند

به اساس پیشنهاد وزارت فواید عامه و حکم شماره (۸۱۴۶) مورخ (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) مقام عالی ریاست‌الوزرا ا.ا.ا، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی که قبلاً به حیث رئیس ریاست مدیریت پروژه‌های این وزارت ایفای. . .

BACK TO NEWS