د سړکونو د ساتنې او څارنې په موخه د تجربو د شریکولو علمي جلسه تر سره شوه

Anonymous (not verified)
Tue, May 17 2022 10:10 AM
د سړکونو د ساتنې او څارنې په موخه د تجربو د شریکولو علمي جلسه تر سره شوه

د سړکونو د ساتنې او څارنې په موخه د تجربو د شریکولو علمي جلسه د دغه وزارت د تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، د سړکونو د ساتنې او څارنې معین الحاج معاون ملا عبدالجبار، د پولي تخنیک پوهنتون د یو شمیر استاذانو، د ودانیزو شرکوتونو د استازو او د وزارت د یو شمیر رئیسانو په گډون د ټولگټو وزارت د جلسو په تالار کې تر سره شوه. په دغه ناسته کې د جلسې گډون کوونکو لخوا په تیر وختونو کې د سړکونو د تخریب په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او د سړکونو د سروې، ډیزاین، ساختمان او د یو شمیر اوسنیو لویو لارو او سړکونو په اړه د وزارت د ډیزاین بورډ د رئیس محمد نعیم نوري لخوا سیمینار ارایه شو. د ناستې گډونکونکو له هر اړخیزو بحثونو ورسته پريکړه وکړه، چې د ټولگټوزارت د تخنیکي همکارانو لخوا دې د سړک اړوند ځیني مواد د دوی په اختیار کې ورکړل شي، چې له بشپړ غور او بررسي ورسته په اړوند برخه کې نظرونه او مشورې په لیکلي ډول وړاندې کړي، تر څو د سړکونو د ساتنې او څارنې په برخه کې یوه گډه او هر اړخیزه کړنلاره رامنځته شي.

.

10 months 1 week ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS