په باميان ولايت کې د دوو پروژو رغنیزې چارې د څه باندې ۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت جریان لري
د ټولګټو وزارت له لوري په باميان ولايت کې د دوو پروژو رغنیزې چارې د څه باندې ۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل او دامهال یې چارې مخ پروړاندې روانې دي.
په یادو پروژو کې چې د يو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د رغونې کار هم شامل دی، لومړۍ پروژه؛ د باميان - پروان ۹.۵ کيلومتره سړک ترميم او قير اچونه ده چې د ټولګټو وزارت او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د ۱۶۲۹۰۳۱۵ افغانيو په ارزښت قرارداد شوې ده.
همدارنګه دوهمه پروژه، د ۹۰ کيلو متره په اوږدوالي سره د باميان - يکاولنګ سړک ترميم او بيا رغونه ده چې د ټولګټو وزارت او ميوند نيلي ودانيز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د ۳۸۱۹۳۸۵ افغانيو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې د یادو پروژو کار عملاً جریان لري.
د یادونې وړده چې د دغو پروژو د کار له بشپړيدو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په آسانۍ سره تګ راتګ وکړي.