داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د تخار ولایت د ټولګټو ریاست د اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا

kalim_admin
اعلان اجاره دهی زمین مازاد ریاست فواید عامه ولایت تخار

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت اړوند، د تخار ولایت د ټولګټو ریاست اضافي ځمکه چې د یاد وزارت ملکیت ده، د دوکانونو د اعمار په موخه په اجارې ورکوي، دغه ځمکه په جنوبي برخه کې ۱۱۱ متره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، او په لوېدیځه برخه کې ۶۹ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري، چې ټولټال اوږدوالی ۱۸۰ متره او پلنوالی ۱۴ متره کېږي، ټاکل شوې ده چې پر دې ځمکه درې پوړیز دوکانونه جوړ شي، د ټولګټو وزارت غواړي، د امارتي ځمکو د اجارې قانون او د قراردادونو د قانون له مخې، یاده ځمکه په اجاره ورکړي.

 له همدې امله ټولو محترمو داوطلبانو (حقیقي او حکمي اشخاصو) ته چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درناوي بلنه ورکول کېږي؛ ترڅو یو اغېزناک، عملي او اقتصادي طرحه د تجارتي، صنعتي، خدماتي او ورته تاسیساتو د جوړولو لپاره ترتیب کړي.

ټول داوطلبان دې خپلې طرحې د ۱۴۰۵/۲/۶ نېټې، د یکشنبې په ورځ، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې (چې د داوطلبۍ وروستۍ نېټه ده) د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلور لارې کې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ودانۍ، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

که چېرې یو څوک د استازي له لارې ګډون کوي، نو استازی باید رسمي خط (مکتوب) هم له ځان سره ولري.

وړاندې کېدونکې طرحې باید لاندې موارد ولري:

  • اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل
  • د پروژې د تطبیق مهالوېش
  • د طرحې احتمالي ګټې له اقتصادي او ټولنیز پلوه
  • د اجارې موده (په کلونو او میاشتو کې مشخصه شي)
  • د میاشتني کرایې اندازه (په واضح او مستدل ډول وړاندې شي)

د داوطلبۍ وروستۍ نېټه او د طرحو پرانیسته:
۱۴۰۵/۲/۶ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې

د اجرا تضمین:
د ګټونکي داوطلب له خوا به د یو کال کرایې معادل تضمین د نغدي بانک ګرنټۍ په بڼه وړاندې کېږي.

د طرحو د سپارلو ځای:
د ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسوآمریت

یادونه:
که چېرې د ۱۴۰۵/۲/۶ نېټه د حکومت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، نو داوطلبۍ او د طرحو پرانیسته به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه وخت او ځای کې ترسره شي.

.

8 months 2 weeks ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders