د افغانستان اسلامي امارت د کار له پیل څخه تر دا مهال پورې د ټولګټو وزارت د کړنو او فعالیتو په اړه مطبوعاتي علامیه:

بسم الله الرحمن الرحمن الرحیم
ټولګټو وزارت د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي اهدافو او پالیسیو د پلي کولو په برخه کې د ترانسپورټي زیربیناوو د سکتور د مهم غړې په توګه د ملي، ولایتي او ولسوالیو سړکونو د رغونې، ساتنې او څارنې مسؤولیت په غاړه لري او په دې برخه کې رغنده رول تر سره کوي.
دا وزارت د افغانستان اسلامي امارت د کار له پیل څخه تر دا مهال پوري، د هیواد اوسني وضعیت ته په پام سره د افغانستان د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د حل او د ترانسپورتي زیربیناوو د ساتنې او څارنې په موخه د هیواد په ډیری ولایتونو کې ګڼې پروژې تطبیق کړې دي او په ځینو نورو ولایتونو کې یې کار دوام لري.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت، نه یواځي د لویو لارو، سړکونو، پُلونو او پُلچکونو د ترمیم په برخه کې فعالیت کړی؛ بلکي د وزارت د تشکیلاتو، د لوړ تناژ باروړنکو موټرو د وزن د انتقال د څرنګوالي مقررې او د ځينو تلو د فعالولو په برخه کې هم بنسټيزې کړنې تر سره کړې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د کار په پیل کې، د کابل – کندهار لویې لارې د ۶۵ کیلومتره سړک میلینګ کاري د څه باندې ۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د قلات – شینکۍ ولسوالۍ د سړک داغ ګیري او پر دغه مسیر د پلچکونو ترمیم د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت او د ۱۵۵ مترو په اوږدوالي سره د ۵ پایو پُلونو ترمیم د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد کړي وه، چې دا مهال د یادو پروژو د ترمیم او بیارغوني کار بشپړ شوی دی.
په ورته مهال دغه وزارت د شمالي او جنوبي سالنګ لویې لارې ۳۰ کیلومتره سړک د څه باندې ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت او د کابل – میدان وردګو د ۸ کیلومتره سړک اساسي ترمیم د څه باندې ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد کړي وه، چې د یادو پروژو کار هم بشپړ شوی دی.
پر دې سربیره؛ دا وزارت توانیدلی دی چې، د قراردادي شرکتونو او د ولایتي ریاستونو د شته ماشینرۍ او مسلکي پر سونل پرمټ په ټول هیواد کې (۹۱۲) کیلومتره سړک، (۹۹۲) کیلومتره پُلونه او (۲۳۰) پایي پُلچکونه، او همدارنګه استنادي دیوالونو او معبرونه ترمیم او بیاورغوي.
د بیلګې په توګه په ځینو ولایتونو کې د څو پروژو یادونه کوو: