د سالنګونو لویې لارې د نن ورځې وضعیت

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۹:۵۰
د سالنګونو لویې لارې د نن ورځې وضعیت

نن ورځ په سالنګونو کې هوا لمر ده او یاده لویه لاره د ترافیکي وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده. دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته حرکت کولی شي او د ورځې په جریان کې برعکس هم د تګ اجازه ورکړل شي. د یادونې ده، چې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست فني او تخنیکي پرسونل له شته ماشینري او امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د معمول په څیر د یادې لویې لارې د ویجاړو برخو په ترمیم او مسافرو ته د ترانسپورتي اسانتیاو په برابرولو بوخت دي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۱۴
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د ریلي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی دی

د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو او پالیسۍ مرستیال محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د اقتصادي ودې په لور یو بل مهم ګام د کونړ – نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د لرې پرتو سیمو د نښلولو په موخه، د کونړ–نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې د نورستان ولایت له لوري د کونړ پر لور پیل کړې دي، چې  د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

BACK TO NEWS