د پنجشیر ولایت عمومي سړک د تحکیماتو کار پیل شو
د پنجشیر ولایت عمومي سړک د تحکیماتو کار، د دې ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د شتل ولسوالۍ اړوند د ۵۰ کیلومترو په اوږدوالي سره پیل شو.
د پنجشیر ولایت د ټولګټو ریاست سرپرست مولانا عبدالحلیم آغا، وویل: ټولګټو وزارت د سروې ټیم
لومړی د دې سړک اسیب منونکي ځایونه معلوم کړل او ورسته یې د تحکیماتو کار د سروې مطابق د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شو چې مالي لګښت د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کیږي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه؛ چې د پنجشیر ولایت د ټولګټو ریاست پلان لري تر څو د راتلونکي کال په پسرلي کې د دې لویې لارې د ترمیم کار هم پیل کړي، د پنجشیر ولایت اوسېدونکې د ټولګټو وزارت له دې کار څخه خوښ دي.