د قرارداد د ورکړی خبرتیا

media_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

د ټولګټو وزارت په نظر کې لري ترڅو د ميدان ښار نه تر دراني بازار پورې د (900+16) کیلومتر  په اوږدوالي سره ترافيکي علايمو او اشاراتو نصب، خط‌اندازي او د ګاردرېلونو نصب پروژه له (000+0 -900+16) کيلو متر نه چې (MOPW/1403/W-018/NCB) تشخيصيه نمبر لري د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم د آسيا بيگ ودانيز شرکت ته چې (D-64344) جواز نمبر درلوودونکی دی او د دايکندي ولايت په مرکز(نيلي) کې د ولايت د مقام ترڅنګ واقع شوی دی د ۱۹۹۷۸۰۰۰ افغانيو په ارزښت ورکړي. 
حقيقي او حکمي اشخاص چې هر ډول اعتراض ولري کولۍ شي چې د تدارکاتو د قانون د ۵۰ ماده سره سم د خپلو دلائلو سره په ليکلي ډول د دغه خبرتيا د خپرېدلو نه تر ۷ تقويمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت ته چې په ملالۍ واټ کې د پخوانۍ کورنيو چارو وزارت سړک کې د احسايې او معلوماتو ملي ادارې ترڅېرمه واقع شوی دی وسپاري. 
ياده خبرتيا د قرارداد د عقد په معنی نده د قانوني پروسې تر پوره کېدلو او د ياد معياد تر بشپړېدلو پورې قرارداد نه منعقد کېږي.

...

3 میاشتې ۱ اونی ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۲۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلان لري، چې د تخنیکي مشخصاتو پر بنسټ، د سالنګونو لویې لارې د تونل د ننه برخې، ۱۵مې او ۱۶مې ګالرۍ پر کانکریټ سربېره، د ۶ سانتي‌متره په ضخامت یوه لایه محافظتي قیر . . .

Back to announcements