د هېواد یو شمېر لویې لارې او سړکونه چې د تیرو ورځو د واورې ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو دا مهال پاک کاري شول

media_admin
Thu, Mar 14 2024 1:20 PM
د هېواد یو شمېر لویې لارې او سړکونه چې د تیرو ورځو د واورې ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو دا مهال پاک کاري شول

سالنګونه: یاده  لویه لار د واورې تیز اورښت، طوفان او دید ساحې د محدودیت له امله وړمه شپه د شپې ۸:۳۰ بجې د وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه چې له نیکه مرغه نن د سهار ۵:۰۰ بجې د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو وسایطو پرمخ پرانیستل شوه.
همدا رنګه؛ د غور، دایکندي، بامیان او بادغیس ولایتونو یو شمېر مسیرونه چې د تیرو ورځو د واورې ورښتونو، طوفان او باد کویې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل په شپه او ورځ هڅو  پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شول.
دغه راز د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د فاریاب ولات د میمنه – کوهستان ولسوالۍ مسیر او د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ مسیر د طوفان، بادکویه او ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړلي دي خو د پاکولو هڅې یې جریان لري.
د یادونې وړ ده چې د ټو ګټو وزارت تل هڅه کوي چې د هېواد والو د هوسا او ډاډمن تګ را تګ په موخه لویې لارې او سړکونه پاک کاري کړي.

.

11 months 3 weeks ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS