د وزیر ژوندلیک

د ټولګټو وزارت د سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ژوند لیک

تصویر وزیر صاحب

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په میرګیان کلي کې په یوه متدینه او علم پروره کورنۍ کې په ۱۳۳۵ لمریز کال کې زیږېدلی، چې لومړنۍ زده کړې یې د خپل کلي په مسجد او مدرسه کې کړې دي.

 

د الحاج ملا محمد عیسی ثاني جهادي مخینه:

په هیواد کې د کمونیستانو له لوري د کودتاه د ترسره کېدو پرمهال، چې د هیواد د بدمرغۍ پيلامه شوه، الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ځوانۍ په درشل کې پښه ایښې وه، د نور محمد ترکي د کمونیستي او جابر نظام پرمهال نوموړی د حرکت اسلامي تنظیم غړی و، چې هغه مهال یې د مشرانو په لارښوونه کندهار ته د حرکت کارتونو د لیږد مسؤلیت په غاړه و.

د نورمحمد ترکي د نظام له سقوط وروسته د ببرک کارمل د حکومت په لومړۍ ورځ، چې  په کندهار کې د ببرک کارمل عسکر او نظامي ټانګونه هم موجود ول، له ځانګړي تکتیک څخه په ګټې اخیستنې سره د غوړیو په ټیمونو کې د حرکت اسلامي ګوند د غړیتوب کارتونه د ویشلو په موخه لیږدول، وروسته یې د علماوو  یوه غټه جبهه چې مشري یې امیر مولوي عبدالوهاب کوله او د دریو قمندانانو هر یوه حاجي ملا فیض الله، حاجي حضرت بلال او حاجي ملا نصرالله ترڅنګ یې په سلګونو تکړه مجاهدین درلودل، یو ځای شول، دوه کاله وروسته د خپلې ایمان دارۍ، شجاعت او تقوا په اساس په همدغه جبهه کې د معاون په حیث مقرر شو، له هغه وروسته یې خپله جبهه د مولوي صاحب خالص په تنظیم کې جوړه کړه او تر هغه پورې یې دغه جبهه فعاله ساتلې وه ترڅو، چې د نجیب الله کمونیستي نظام را وپرځېده، د نجیب الله د نظام له سقوط او په هیواد کې د في سبیل الله جهاد له ختمیدو وروسته په کور کېناست.

د شر او فساد په دوران کې د ظلم او بربریت په خلاف د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د مولوي صاحب عبدالرازق په مشري یوځل بیا جهادي مبارزه پیل کړه، دا چې نوموړی خبر شو، چې په کندهار کې هم طالبان را پورته شوي، هغه و چې د مولوي صاحب عبدالرازق په مشري یې د توبې په غره کې د طالبانو له استازي سره وکتل او له هغوی سره پرته له کوم قید او شرط یو ځای شول او په ډنډ ولسوالۍ  کې، چې هلته د طالبانو مرکز و، ورغلل، چې وروسته په هغه وخت کې د بولدک جنګ ته یو تشکیل ولېږل شو، چې د مشرانو په لارښوونه یې په دغه تشکیل کې برخه نه درلوده؛ خو په دوم ځل له ده سره یو ځای یو ګروپ طالبان حوت غره ته ولیږل شول او  همالته سخت جنګ وشو، د یادونې وړ ده، چې محترم ثاني صاحب د دغې اوږدې جهادي مبارزې پرمهال له دښمن سره په جنګ کې څلور ځله زخمي شوی هم دی.

د سپین بولدک له فتحې وروسته کندهار ښار ته راغی او د دغه ولایت د پرمختګ، بیارغونې او امنیت په برخه کې یې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې، چې وروسته د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په لارښوونه د کندهار ولایت د آب او برق رئیس شو، د یاد ریاست په دوران کې یې د فیلکو او بابا ولي ټوربینونه او د بررق فابریکې بیاورغولې.

 دغه راز، نوموړي د کندهار ولایت د آب او برق ریاست په دوران کې د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رح) له لارښوونې سره سم د کجکي بند بریښنا د کندهار ښار ته انتقال کړه، په ډیره کمه موده کې یې د کندهارله ښار څخه د بریښنا لین د انتقال کار شروع کړ، چې له تورغونډۍ څخه یې (۷۰) موټره د برق وسایل او تجهیزات د کجکي  سب سټیشن لپاه را انتقال کړي وو، چې کارونه یې د لښکرګاه تر دوه سرکې پورې رسولي ول، چې په دغه وخت کې د طالبانو له لوري کابل فتحه شو.

د کابل له فتحې وروسته کابل ته وغوښتل شو او د اوبو او بریښنا وزارت د وزیر په حیث یې کار پیل کړ، د دغه مسؤلیت او دندې په جریان کې یې د نغلو او کابل ترمنځ دویمه لین کشي وکړه، د کابل شبکه یې ترمیم کړه، د چک فابریکې شبکه او کانال یې جوړ او ترمیم کړل، د ماهیپر فابريکه یې اساسي ترمیم کړه، د جبل السراج فابریکې د ترمیم کاریې پیل کړ، د درونټې بند د ټوربین او برېښنا شبکې  ترمیمات یې ترسره کړل، د ترمیماتو او لاین کشۍ په ټولو چارو کې یې خپله په ساحه کې حضور درلود او له نږدې به یې چارې مدیریت کولې.

همدارنګه په همدې وخت کې د نغلو بند ټول هغه وسایل او تجهیزات، چې له وړاندې د شر او فساد په دوران کې د دوی له لوري غلا او پاکستان ته انتقال شوې وو، چې د بیرته راوړلو په موخه یې محترم ملا محمد عیسی ثاني پاکستان ته ولاړ او د یاد هیواد د پیښور او لاهور ښارونو له ځینو فابریکو او کارخانو څخه یې غلا شوې وسایل او تجهیزات را ټول او بیرته یې هیواد ته را انتقال او په نغلو بند کې یې دوباره نصب او فعال کړل.

په ورته وخت کې نوموړی، په اوبو او برېښنا وزارت کې له ډېرو هلو ځلو وروسته د امیر المؤمنین په حکم  د کانونو او پطرولیم وزارت وزیر وټاکل شو او تر دوه کاله زیاته موده یې په یاد وزارت کې دنده ترسره کړه، په دغه دوران کې یې د کانونو په برخه کې ډیرې لاسته راوړنې او پرمختګونه درلودل، چې مهم یې په صنعتي پارکونو کې په صنعت کارانو او پانګه والو د ځمکو ویشل دي، چې بیا هغوی فابریکې په کې ورغولې او تر دا مهاله فعالې دي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې یې اغیزمن رول ترسره کړی.

دغه راز یې د کانونو په برخه کې په شفاف ډول مختلف لوی او کوچني قرار دادونه ترسره کړل، چې له هغې جملې د لوګر د کرومایټو، دمرمر ډبرو، رخام ډبرو او همدارنګه د جګ دلک د یاقوتو قرار دادونه تړون شول؛ باید یادونه وکړو چې په هغه وخت کې د نورو سکټورونو ترڅنګ صنعت ته هم ډیره پاملرنه کیده، هماغه و چې د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شو.

نوموړی د اشغال تر پیل پورې په کابل کې په همدې دنده پاته شو.

 

د اشغال پر مهال د نوموړي جهادی هڅې:

الحاج ملا محمد عیسی ثانی، په  ۲۰۰۷م کال کې د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې په اساس د کانونو په برخه کې بياځلې کار شروع کړ، چې  په دغه دوران کې یې په کندهار، هرات، فراه، میدان وردګ لوګر ننګرهار کونړ او نورو مختلفو ولایتونو کې ۴۵ د کانونو قراردادونه تړون كړي وو، چې عواید به یې به شفافه توګه په خپل وخت د اسلامي امارت مالي برخې ته انتقالېدل، چې د جهاد چارې به يې پرې تمويل او سمبالولې.

دا چې د کانونو عوايد د اسلامي امارت د تمویل اساسي مرجع وه، نو دښمن به وخت نا وخت په کانونو چاپې اچولې، ټول وسایل او تجهیزات به يي ويجاړول ترڅو د عاید دغه مرجع فلج كړي، مګر ددې ټولو مشکلاتو او خنډونو ترڅنګ د اسلامي امارت تر دویمې فتحې پورې د دغو قراردادونو شمير ۱۹۵ ته رسیدلي وو.

نوموړی، د فتحې په دوران کې په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایت کې و، ترڅو د تیلو هغه ځمکې چي د مجاهدينو لخوا نيول شوي وې، چارې یې سنبال کړي،

چې وروسته د فتحي په لومړیو ورځو کې د امیرالمؤمنین د لومړي مرستیال محترم مولوي صاحب محمد یعقوب مجاهد په هدایت کابل ته راوغوښتل شو او د معدن او پطرولیم وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو له څو میاشتې دندې ترسره کولو وروسته د همدغه وزارت د تخنیکي معین په توګه کار پیل کړ، له معنیت وروسته د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین د حکم په اساس د افغانستان د بریښنا شرکت د اجرائیو ریاست مسؤولیت ور وسپارل شو، چې وروسته د آب او برق وزارت د انرژۍ د معین په توګه وټاکل شو.

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په ۲۳ / ۶ / ۱۴۴۴ ه ق کال کې د امیرالمؤمنین د (۴۱۶) ګڼه فرمان پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو، چې تر دا مهاله د دغه وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړی، د خپلې اوږدې جهادي مخینې او کاري تجربې په درلودلو سره د هیواد په لریو او پرتو سیمو کې پلې ګرزېدلی او د هیواد ټول ویجاړ سړکونه، پلونه او پُلګوټي یې له نږدې لیدلي، په ترانسپورتي برخه کې د هیوادوالو له ستونزو او مشکلاتو خبر دی؛ نو په همدې توګه یې د هیواد د سړکونو او پلونو د بیارغونې او ترمیم په موخه اغیزمن او بنسټیز پلانونه ترتیب کړي، چې په عملي کولو سره به یې د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږ کې به هم اسانتیاوې رامنځته شي، چې په دغه برخه کې عملي کارونه هم پیل شوې دي او د هیواد د ځینو لویو لارو او پلونو د ترمیم او بیارغونې کار پیل شوی او دا مهال جریان لري.

 

 

...

9 میاشتې 4 اونی ago

...

...