داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- دوه پایه پلونو

ashraf_admin
اعلان داوطلبی

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو درنو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل-کندهار لويې لارې اړوند د ميدان وردګ ولايت د دراني پُل او د ياد ولايت د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي، د شرطنامې سافټ کاپي او تخنيکي اسناد د ټولګټو وزارت د ساختماني چارو رياست له تدارکاتو آمريت څخه ترلاسه کړي، خپل سر تړلي آفرونه په شرطنامه کې د درج شويو اصولو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر (۱۴۰۳/۱۲/۰۴) – سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت تدارکاتو رياست ته، چې د ملالۍ واټ، پخواني کورنيو چارو وزارت سړک، د معلوماتو او ملي احصايې ادارې ترڅنګ واقع دی؛ وسپاري.
ناوخته رسيدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د دراني پُل د ترميماتي پروژې د آفر تضمين په بانکي ډول (۶۰،۰۰۰) - (شپيته زره) افغانۍ او د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د آفر تضمين هم په بانکي ډول (۱۱۳،۰۰۰) – (يو سل او ديارلس زره) افغانۍ دی.
د آفرونو پرانيستلو غونډه به په (۰۵/۱۲/۱۴۰۳) نېټه سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت د رياست دفتر د غونډو په تالار کې په دريم منزل کې ترسره شي.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ارزګان ولایت د سیوات د ۴۰ متره پل د جوړولو پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅود ارزګان ولایت د سیوات د ۴۰ متره پل د جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

 اعلاقه لرونکي داوطلبان کولای شي د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ارزګان ولایت د تنګي سیمې د ۵۰ متره پل د جوړولو پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د ارزګان ولایت د تنګي سیمې د ۵۰ متره  پل د جوړولو د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۲۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د ۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسې ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو او پانګه‌والو ته خبر ورکول کیږي، ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې د قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند هغه . . .

Back to tenders