داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د خواف – هرات د درېیمې برخې (۱۴۳۵ ملي متره ګیج) د اوسپنې پټلۍ اړوند د یوې درزین کرېنډار د تدارک او برابرولو پروژه

kalim_admin
پروژه تهیه و تدارک یک عراده درزین کرندار مربوط خطوط آهن قطعه سوم خواف – هرات

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د خواف – هرات د درېیمې برخې (۱۴۳۵ ملي متره ګیج) د اوسپنې پټلۍ اړوند د یوې درزین کرېنډار د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې تشخصیه شمېره یې MOPW/1405/G-29/NCB ده، ګډون وکړي او خپل مهر او تړل شوي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، د اعلان له خپرېدو وروسته وسپاري.

داوطلبان کولای شي شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، په فلش حافظه (Flash Memory) کې ترلاسه کړي، یا یې د ملي تدارکاتو ادارې د اعلانونو له برخې څخه ترلاسه کړي.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه ۱۴۰۵/۴/۱۶ د سهار ۱۰:۰۰ بجې ده، چې د آفرونو د سپارلو وروستۍ قانوني نېټه هم ګڼل کېږي. ناوخته رسېدلې او د انټرنېټ له لارې لېږل شوې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین:
د ملي تدارکاتو کمېسیون د (۸۶۷) شمېرې پرېکړې، چې د ۱۴۴۷/۸/۸ هـ.ق نېټې ده، له مخې د داوطلبۍ په روانو پروسو کې تر هغه وخته چې د قراردادونو د قانون د کړنلارې وروستۍ بڼه نافذه شوې نه وي، د آفر تضمین د تطبیق وړ نه دی.

د آفر پرانیستلو وخت:
۱۴۰۵/۴/۱۶، د سهار ۱۰:۰۰ بجې (له غرمې مخکې)

د آفر پرانیستلو ځای:
ټولګټو وزارت

یادونه:
که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۱۶ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او همدغه ځای کې ترسره شي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۴۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا د ایبک ـ پلخمري عمومي لویې لارې د داغګیرۍ پروژه

  د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د ایبک ـ پلخمري عمومي لویې لارې د داغګیرۍ پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې د بل احجام . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د پروان ولایت د جبل‌السراج بازار په سیمه کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست اړوند د (۱۲۰،۳۶) متره مربع ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، ټولګتو وزارت غواړي د پروان ولایت د جبل‌السراج بازار په سیمه کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست اړوند د (۱۲۰،۳۶) متره مربع اضافي ځمکه په . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د کابل ولایت برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د جومات بیارغولو پروژه

    د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل ولایت برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د جومات بیارغولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې . . .

Back to tenders