د داوطلبۍ اعلان

ashraf_admin
د داوطلبۍ اعلان

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ اعلان
د ټولګټو وزارت له ټولو داوطلبانو/ لیوال پانګوالو څخه، چې مالي وړتیا، ماشینري، تجهیزات، تخنیکي او فني پرسونل، ظرفیت، وړتیا، تخنکي، فني او مسلکي مهارتونه ولري او دغه راز په شرطپاڼه کې اړوند یاد شوي شرایط بشپړولی شي، بلنه ورکول کیږي، چې د کابل - کندهار پر لویه لار تر یو لاټ لاندې د( نیازي رباط پل، شاجوی پل، او د غشي رباط دویم پل) ویجاړو پلونو د پروژي په داوطلبۍ کې ګډون
وکړي او خپل تړل شوي افر او غوښتنلیکونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو سره سم، د دغه اعلان له خپرېدو څخه ورسته تر ورستۍ نیټې پورې ټولګټو وزارت ته وسپاري.

د ساحې لیدل، د ذکر شوې لویې لارې د (کابل ۔ کندهار) د سړک د ترمیم اړوند ارقام او احجامو تحلیل او همدارنګه د تجهیزاتو، ظرفیت، مهارت او تخنیکي او مالي وړتیا او په شرطپاڼه کې یاد شویو شرایطو بشپړول حتمي او اړین دي. 

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: شرطپاڼه د فلش/ میموري په واسطه د ټولګټو وزارت څخه، چې د څرخي پله پر سړک، د ملي دفاع وزارت تعلیمي مرکز ته څېرمه موقعیت لري، تر لاسه کولای شئ او آفرونه د حمل 16 مه، 1402 ه ش کال، د سهار په 10:00 بجې دغه وزارت ته تسلیم کړﺉ،
انټرنټي او بې وخته آفرونه د منلو وړ نه دي. 
د افرونو د پرانیستلو وخت: د حمل 16 مه /1402 ه ش نېټه د چهار شنبه ورځ، سهار 10:00 بجې د تدا رکاتو ریاست د غونډ وتالار. 

یادونه: که چېرې د ١٤٠٢ ه ش کال د حمل په 16مه نېټه د اسلامي امارت له لوري عمومي رخصتي اعلان شي؛ نو د آفرونو پرانست غونډه به یوه ورځ وروسته په یاد شوي ساعت او ځای کې ترسره شي.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ارزګان ولایت د سیوات د ۴۰ متره پل د جوړولو پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅود ارزګان ولایت د سیوات د ۴۰ متره پل د جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

 اعلاقه لرونکي داوطلبان کولای شي د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ارزګان ولایت د تنګي سیمې د ۵۰ متره پل د جوړولو پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د ارزګان ولایت د تنګي سیمې د ۵۰ متره  پل د جوړولو د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۲۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د ۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسې ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو او پانګه‌والو ته خبر ورکول کیږي، ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې د قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند هغه . . .

Back to tenders