د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو تدارک او نصب پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطاء قرارداد- پروژه تهیه، تدارک و نصب سیستم مخابراتی ایستگاه روزنک هرات

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت ټولو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو، تدارک او نصب پروژې قرارداد، چې د(MOPW/1405/G-27 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې، د احمد ضیاء نوراني د ټکنالوژۍ، ساختماني او لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د  (90545)  ګڼې جواز لرونکی دی، د (6,222,903) افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي. د شرکت پته یې د کابل ښار، مکرویان، د عمر ګلستان ښارګوټی دی.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه چې 800+211 څخه تر 800+261 کیلومتره پورې او د فراه ولایت د ټولګټو وزارت د ساحې مربوط مسؤلیت کیږي

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه   . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د اند خوی–آقینې بندر د سړک د اسفالټ فرش د ترمیم پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د اند خوی–آقینې بندر د سړک د اسفالټ فرش د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې او . . .

Back to tenders