د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د هرات ولایت په روزناک سټیشن کې د ټولګټو وزارت اړوند د ۲۰ څخه تر ۴۰ فوټو پورې دغذایی موادو د کانټین کرایه کولو او فعالولو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

kalim_admin
:پروژه کرایه دهی و فعال سازی یک باب کانتین خوراکه باب 20 الی 40 فوت در ملکیت وزارت فواید عامه واقع ایستگاه روزنک ولایت هرات

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د هرات ولایت په روزناک سټیشن کې د ټولګټو وزارت اړوند د ۲۰ څخه تر ۴۰ فوټو پورې دغذایی موادو د کانټین کرایه کولو او فعالولو پروژه په قرار داد ورکړي چې MOPW/1404/NC-38/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (1404/5/13)  - (10:00)  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: هغه اشخاص چې د داوطلبۍ او لیلام په پروسه کې برخه اخلي، اړ دي چې د دریو میاشتو کرایه پکې شامله کړي او د داوطلبۍ په ورځ د بانک ګرنټي په ډول یې وړاندې کړي.

د آفر پرانيستلو نېټه: (1404/5/13) - 10:00 بجې له غرمې مخکې.)

د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.

يادونه: که چيرې د روان کال(1404/5/13)  نېټه د حکومت لخوا په نا‌گاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۲۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د ۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسې ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو او پانګه‌والو ته خبر ورکول کیږي، ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې د قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند هغه . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۱۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د زابل ولایت د پل‌سنګي په نوي جوړ شوي ترازو کې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو (د زابل ولایت د پل‌سنګي په نوي جوړ شوي ترازو کې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړد یوې فایروال دستګاه او اړوندو خدماتو د تدارک او پېرلو پروژه، د ملي پرانیستې داوطلبۍ له لارې

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ د یوې فایروال دستګاه او اړوندو خدماتو د تدارک او پېرلو د داوطلبۍپه . . .

Back to tenders