د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د یو پایه پل د رغونې کار د ۲۰.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو
د ټولګټو وزارت له لوري د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د یو پایه پله د رغونې چارې د ۲۰.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل او دا مهال عملاً جریان لري.
دغه پل چې ۲۰ متره اوږد والی او ۷.۵ متره پلنوالی لری، چې تخنيکي چاري یی د افغاني انجنيرانو لخوا پر مخ وړل کیږي او د رغونې چارې به یې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
دیاد پل په رغونې ځایي اوسیدونکي خوښي څرګندوي او د چخانسور سړک چې یاده ولسوالي له زرنج - دلارام لویي لاري سره نښلولي د ترمیم او بیا رغونې غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده چې د همدې پُل په بشپړیدو سره به د نیمروز د چخانسور ، کنګ او د فراه ولایت د جوین ولسواليو د اوسېدونکو ترانسبورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.