د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د 1404 مالي کال لپاره  د پکتیکا ولایت د ژمنیو واورو د لارو پاکولو د خدماتو پروژه

kalim_admin
خدمات برف پاکی زمستان مسیر های ولایت (پکتیکا) بابت سال مالی 1404

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو 1404 مالي کال لپاره  د پکتیکا ولایت د ژمنیو واورو د لارو پاکولو خدماتو په پروسه کې ګډون ورکړی؛ چې  MOPW/1404/NC-74/NCB  تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (1404/9/12)- (10:00)  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول ( 120,000) افغانۍ دي.

د آفر پرانيستلو نېټه : (1404/9/12)- 10:00 بجې له غرمې مخکې

د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت

يادونه: که چيرې د روان کال (1404/9/12) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۴۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا د ایبک ـ پلخمري عمومي لویې لارې د داغګیرۍ پروژه

  د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د ایبک ـ پلخمري عمومي لویې لارې د داغګیرۍ پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې د بل احجام . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د پروان ولایت د جبل‌السراج بازار په سیمه کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست اړوند د (۱۲۰،۳۶) متره مربع ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، ټولګتو وزارت غواړي د پروان ولایت د جبل‌السراج بازار په سیمه کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست اړوند د (۱۲۰،۳۶) متره مربع اضافي ځمکه په . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د کابل ولایت برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د جومات بیارغولو پروژه

    د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل ولایت برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د جومات بیارغولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې . . .

Back to tenders