د قرار داد دبیا ځلې ورکړې خبرتیا- د درېیو پایو پلونو (د تاجکان پل، د بابې مردان2 پل، د پژه 2 پل) لومړی لاټ پروژه

kalim_admin
پروژه سه پایه پل (پل تاجکان ، پل بابه مردان 2 ، پل پژه 2) لات اول واقع در مسیر شاهراه عمومي کابل – مزار شریف.

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو  ته بلنه ور کوی ؛ ترڅو د درېیو پایو پلونو (د تاجکان پل، د بابې مردان 2 پل، د پژه2 پل) لومړی لاټ پروژه چې د کابل – مزارشریف په عمومي لاره کې موقعیت لري،  د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون ورکړي، د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه:  (1404/9/26) - (10:00)  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول  (540،000)  افغانۍ دي.

 د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، لومړی منزل د تدارکاتو ریاست.

يادونه: که چيرې د روان کال  (1404/9/26)  نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۲۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د ۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسې ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو او پانګه‌والو ته خبر ورکول کیږي، ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې د قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند هغه . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۱۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د زابل ولایت د پل‌سنګي په نوي جوړ شوي ترازو کې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو (د زابل ولایت د پل‌سنګي په نوي جوړ شوي ترازو کې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړد یوې فایروال دستګاه او اړوندو خدماتو د تدارک او پېرلو پروژه، د ملي پرانیستې داوطلبۍ له لارې

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ د یوې فایروال دستګاه او اړوندو خدماتو د تدارک او پېرلو د داوطلبۍپه . . .

Back to tenders