د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د زابل ولایت د پلسنګي نوي جوړ شوي ترازو د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد-   پروژه کانکریت ریزی و وصل سرک ترازوی جدیدالاحداث ‌پلسنگی ولایت زابل

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د زابل ولایت د پلسنګي نوي جوړ شوي ترازو د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-011/NCB)) تشخصیه شمېرې لرونکی ده، د تدارکاتو د قانون او نافذه اصولو له مخې، د سید ولي صادقي ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (۳۶۵۵۹) او پته یې د زابل ولایت، د قلات ښار، سینک ۱۴ دفتر ده، د (۸,۴۵۰,۰۲۰.۹۶)افغانیو په ټولیز قراردادي قیمت ورکړي.

هغه حقیقي او حقوقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل لیکلی اعتراض، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک په معنا نه ده، او تر هغه چې پورته یاد شوی شرط بشپړ نه شي او ورپسې ټول قانوني اجراآت پای ته ونه رسېږي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۴۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا د ایبک ـ پلخمري عمومي لویې لارې د داغګیرۍ پروژه

  د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د ایبک ـ پلخمري عمومي لویې لارې د داغګیرۍ پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې د بل احجام . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د پروان ولایت د جبل‌السراج بازار په سیمه کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست اړوند د (۱۲۰،۳۶) متره مربع ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، ټولګتو وزارت غواړي د پروان ولایت د جبل‌السراج بازار په سیمه کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست اړوند د (۱۲۰،۳۶) متره مربع اضافي ځمکه په . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د کابل ولایت برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د جومات بیارغولو پروژه

    د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل ولایت برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د جومات بیارغولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې . . .

Back to tenders