داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د خاش ولسوالۍ پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژه

kalim_admin
پروژه ترمیم سرک و دیوارهای استنادی و پلچک ها از باغ مبارک الی جرم از مسیر ولسوالی خاش

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د خاش ولسوالۍ  پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک، استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې احجام بل او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له  (https://tenders.ageops.af )  وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به د۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت ودانۍ، دریم منزل د غونډو په تالار کې دایریږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۰:۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د (بیع بالتقسیط) په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (30) قلمه خوراکي موادو د تدارک او چمتوکولو پروژه

په همدې وسیله  ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د (بیع بالتقسیط) په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (30)  قلمه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۷
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ننګرهار ولایت د حلقوي سړک د فرش او مصنوعي ساختمانونو د ترمیم پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د ننګرهار ولایت د حلقوي سړک د فرش او مصنوعي ساختمانونو د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۲۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - له PRT څخه تر پیرکوټي پورې د مرکز شرنې - اورګون مسیر د ترمیم پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو له PRT څخه تر پیرکوټي پورې د مرکز شرنې - اورګون مسیر د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د . . .

Back to tenders