د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د (بیع بالتقسیط) په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (623) قلمه پروزه جاتو د تدارک او چمتوکولو پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد –  پروژه تهیه و تدارک (623) قلم پرزه جات مورد ضرورت ریاست حفظ و مراقبت سالنگها به اساس (بیع بالتقسیط) بابت سال 1405

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله  ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د (بیع بالتقسیط) په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (623)  قلمه پروزه جاتو د تدارک او چمتوکولو پروژې قرارداد، چې د (MOPW/1405/G-32/NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د وحید عثمان لوجستیکي او خدماتي شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D- 35311) ده او پته یې کابل ښار درېیم پروان کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې ترټولو لږ قیمت یې 10،067،155 افغانۍ او تر ټولو زیات قیمت یې  13،076،945 افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت ته وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۲۹
Background image

قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا: د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه ژمنیو سون توکو د تدارک او چمتو کولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه ژمنیو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د اجارې ورکولو د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ د ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

په همدې وسیله ټولو درنو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي  ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو . . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا: د نورستان ولایت د وانت پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پل د ترمیم پروژې قرارداد

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري ترڅو  د نورستان ولایت د وانت پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پل د ترمیم پروژې قراردادچې د MO . . .

Back to tenders