په هرات کې د ۲.۵ کیلومتره سړک د جوړلو کار ۶۳ سلنه بشپړ شوی

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۱:۴۲
په هرات کې د ۲.۵ کیلومتره سړک د جوړلو کار ۶۳ سلنه بشپړ شوی

دا کانکریټي سړک چې ۲.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د هرات د ګذره ولسوالۍ له ازادي سیمې څخه تر علي آباد کلي پورې غځيدلی دی، تر دې مهاله یې د جوړلو کار ۶۳ سلنه بشپړ شوی

دا پروژه د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له دوو سیمه ییزو شورای ګانو سره تړون شوي چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي

د دې سړک د رغنیز کار پر مهال، په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۲،۴۷۴ تنو ته د کار زمینه برابره شوي چې له بشپړیدو سره به یې د ګذره ولسوالۍ ۸ کلي د یادې ولسوالۍ له مرکز سره ونښلوي چې ترانسپورتي ستونزې به یي ورسره هواري شي

ټولګټو وزارت ـ مطبوعات

...

10 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۴۶
Background image

د پکتیکا ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې د څه باندې ۱۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه د ۱۳ میلیونه او ۷۲۱ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري بشپړه او د پکتیکا ولایت د والي محترم مولوي عبدالخالق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په جوزا میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷۴۸۲مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د جوزا مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷ سوه ۹۷  زره ۴۸۲مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۳۸۸۸۹ مټریک ټنه، د آقینې بندر له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۲:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د مهترلام ښار د ده زیارت پل د جوړولو پروژه له ۵۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د لغمان ولایت د مهترلام ښار د ده زیارت پل، چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، د رغونې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوري د ۵۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت جریان لري.

 دغه. . .

BACK TO NEWS