د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د سړک رغنیز کار ۶۰ سلنه بشپړ شوی

Anonymous (not verified)
Tue, May 25 2021 12:19 PM
د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د سړک رغنیز کار ۶۰ سلنه بشپړ شوی

دا جغلي سړک چې ۸.۸۴ کیلومتره اوږدوالی لري، د کامدیش ولسوالۍ له عمومي سړک څخه پیل او د دې ولسوالۍ تر کامدیش کلي پورې غځیدلی، چې تر دې مهاله یې رغنیزې چارې له ۶۰ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري

یاده پروژه د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت لخوا له یوې سیمه ییزې شورا سره تړون شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي

د دغه سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې هواري شي او د سړک اړوند کلي به د کامدیش ولسوالۍ له مرکز سره ونښلي، همدارنګه د دې پروژې د رغنیز کار په جریان کې به د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۶۵۷۴۸ کاري ورځې رامنځته شي

.

4 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS