د ټولګټو وزیر د پکتیا د ولسونو سره د سړکونو په برخه کې د ستونزو د حل په موخه وکتل

Anonymous (not verified)
Sun, May 30 2021 8:33 AM
د ټولګټو وزیر د پکتیا د ولسونو سره د سړکونو په برخه کې د ستونزو د حل په موخه وکتل

د ټولګټو وزارت وزیر انجنیر نجیب الله یمین د پکتیا د قومي مخورو او یو شمېر ځوانانو سره په داسې حال کې وکتل چې د وزارت تخنیکي مرستیال عبدالقیوم ځاځي او په ملي شورا کې د پکتیا د خلکو استازو هم شتون درلود.

په پیل کې راغلیو مخورو د یاد ولایت د جانیخېلو، څمکنیو او ورته نورو ولسوالیو د سړکونو د رغونې او بیارغونې په موخه خپلې شته ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د حل په موخه د ټولګټو له وزیر سره شریک کړل

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین د پکتیا د مخورو سره د کتنې پر مهال د دوی غوښتنې او وړاندیزونه پر ځای وبلل او له خپله اړخه یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ

نوموړي وویل، د پکتیا ولایت د ګردیز ښار حلقوي سړک، د جانیخېلو ولسوالۍ څخه د څمکنیو تر ولسوالۍ پورې د سړکونو رغیدا چې د سیمې د خلکو اساسي غوښتنه دی، ټول لومړني او تخنیکي کارونه یې بشپړ شوې، چې وروسته له دې به ورباندې کار هم پیل شي

په همدې حال کې د ټولګټو وزیر وویل: په پلان کې دی چې د کابل له خاکي جبار څخه د لوګر تر ازرې او په همدې مسیر به د پکتیا له ځاځي اریوب څخه تر ترې منګل پورې په نژدې راتلونکي کې د نوي رغیدونکې سړک په موخه د سروې او ډیزاین چارې پیل شي او وروسته به یې د رغیدا په پار کوټلي ګامونه هم واخیستل شي

په ورته مهال د ټولګټو وزیر د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب سیمه د طبعي ښکلا په درلودلو سره مهمه وبلله او هغې سیمې ته یې د سړکونو د رغیدا په برخه کې د منظم پلان د جوړیدا په موخه اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې

دغه راز د ټولګټو وزیر د پکتیا د ولسونو سره د لیدنې پر مهال له دوی وغوښتل، چې د سړکونو د رغونې، ساتنې او څارنې په برخه کې تل پاتې همکاري وکړې

په دې غونډه کې د پکتیا ولسونو د ټولګټو د وزیر انجنیر نجیب الله یمین له هڅو او همکاریو مننه وکړه او هم یې ترې یاد ولایت ته د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ هیله وکړه

.

1 day 23 hours ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS