د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د سړک چارې ۲۲ سلنه کاري پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Mon, Jun 21 2021 1:29 PM
د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د سړک چارې ۲۲ سلنه کاري پرمختګ لري

د سړک دغه پروژه چې څه باندې ۴ کیلومتره اوږدوالی او ۵ متره پلنوالی لري، د دامان ولسوالۍ له تریاکي بابا کلي پيل او د کابل کندهار تر عمومي سړک پورې غځېږي.

د یادې پروژې رغنیز کار د ټولګټو وزارت لخوا له یو خصوصي ودانیز شرکت سره لاس لیک شوی، چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پراختیایي بودیجې څخه چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۲۲ سلنه کار پرمختګ سره دوام لري.

د دې سړک د رغنیز کار په بهیر کې به د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۳۱۵۷ کاري ورځې رامنځته شي او د کار له بشپړېدو سره به د انار باغ، تریاکي بابا او مهمند کلي له دامان ولسوالۍ او د کابل - کندهار له عمومي سړک سره ونښلي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد سړک تر رغیدا وروسته به د اړوندو سیمو د وګړو لپاره د تګ راتګ په برخه کې د پخوا په پرتله لازمې آسانتیاوې رامنځته او د چاپېریال په ساتنه کې به د پام وړ رول ولوبوي.

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS