د دوشي - بامیانو د لومړۍ برخې سړک د جوړلو چارې ۴۸ سلنه کاري پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Sun, Jun 27 2021 3:47 PM
د دوشي - بامیانو د لومړۍ برخې سړک د جوړلو چارې ۴۸ سلنه کاري پرمختګ لري

د دوشي – بامیانو سړک، ټولټال ۱۵۲ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د بغلان ولایت له دوشي او تاله و برفک ولسوالیو څخه پیل او د بامیانو ولایت د کوهمرد، سیغان او شیبر ولسوالیو پورې غځیدلی.

د سړک دا پروژه، په اوو برخو ویشل شوي چې لومړۍ، دویمه، دریمه او څلورم الف برخې یې په بغلان ولایت کې او څلورم ب، پنځمه او شپږمه برخه یې په بامیانو ولایت کې موقعیت لري.

د دوشي – بامیانو سړک لومړۍ برخه، ۲۴ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، چې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ له باغ ملا شاه کلي څخه پیل او د دې ولسوالۍ تر شالیزار کلي پورې رسیږي، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۴۶.۸ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د سړک د دغه برخې په اوږدو کې، ۸ پایې پلونه، ۱۵۳ پایې پُلګوټي، ۱۷۳۸ متره کانکریټي استنادي دیوال، ۳۴۶۲۳ متره معکب ډبرین استنادي دیوال او ۱۴۳۰ متره د سړک غاړې لښتي هم شامل دي.

دا پروژه د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت تر منځ تړون شوي، چې ټول مالي لګښت یې د نړۍوال بانک له لوري ورکول کیږي.

د دوشي – بامیانو سړک، د هیواد د پلازمینې، شمالي ولایتونو او مرکزي آسیا هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو په لیږ – رالیږد کې له ځانګړي او ستراتیژیک ارزښت څخه برخمن دی، همدارنګه د سالنګ لویې لارې مناسب بدیل هم ګڼل کیږي، چې د سالنګ د لویې لارې د جوړولو او د طبعې پیښو له کبله د بندیدو په صورت کې به له دغه مسیر څخه د تګ - راتګ په موخه ګټه واخیستل شي.

د سړک دا مسیر د خپل ستراتیژیک اهمیت ترڅنګ، د باغ ملاشاه، گزار، کنده سنگ، پل کنده سنگ، رباط، سرخک بینی، دهن کیان، لوختوغی و شالیزار کلیو پر وصل سربیره په سیمه ییز نښلون کې هم مرسته کوي.

.

1 year 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS