د کابل ــ لوګر دویم لین، دویم لاټ سړک رغنیزې چارې ۹۳ سلنه بشپړې شوې دي

Anonymous (not verified)
Sat, Jul 10 2021 4:30 PM
د کابل ــ لوګر دویم لین، دویم لاټ سړک رغنیزې چارې ۹۳ سلنه بشپړې شوې دي

د کابل – لوګر دویم لین دویم لاټ سړک، چې ۲۴.۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰ متره پلنوالی او ۸۹ پایې پُلګوټي لري، د لوګر ولایت له محمدآغې ولسوالۍ څخه پیل او د دې ولایت تر مرکز پل علم ښار پورې غځېدلي دی، چې اوس مهال یې رغنیزې کار ۹۳ سلنه پرمختګ لري.

د کابل - لوګر دویم لین سړک، رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت لخوا له یو خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د سړک یاده پروژه د هېواد له مهمو او ملي پروژو څخه ده، چې سویل ختیځ ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د اقتصادي زون په توګه به د لوګر ولایت په اقتصادې وده کې ګټور تمام شي همدارنګه به د میسو د کان په استخراج، د ځنغوزیو په لیږد او د ټرافیکې پېښو د کموالي په برخه کې اساسي او مهم رؤل ولوبوي.

.

5 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS