هرات: د هرات - چشت شریف لومړي لاټ سړک رغنیزې چارې څه باندې ۵۲ سلنه پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Thu, Jul 15 2021 2:00 PM
هرات: د هرات  - چشت شریف لومړي لاټ سړک رغنیزې چارې څه باندې ۵۲ سلنه پرمختګ لري

د هرات - چشت شریف لومړی لاټ سړک چې ۳۵ کیلومتره اوږدوالی او د سړک د یو، یو متر غاړو په درلودلو سره ۱۲.۳۰ متره پلنوالی لري، چې په اوږدو کې یې ۲۹۴۰ متره لښتي او ۶۰۰ متره مکعب استنادي دیوالونه هم په اساسي ډول سره جوړيږي.

د سړک دا پروژه چې اوس مهال یې رغنیزې چارې ۵۲.۸ سلنه پرمختګ لري، د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې ټول مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د هرات - چشت شریف سړک د ختیځ - لویدیځ ترانسپورتي دهلېز یوه مهمه برخه ده، چې هرات ولایت د کرخ، گذره، پشتون زرغون، اوبه او چشت شریف ولسوالیو له لارې له غور ولایت سره نښلي او د چارو له بشپړېدو سره به یې د دې حیاتي دهلیز یوه مهمه برخه بشپړه شي.

د هرات – چشت شریف سړک، د دې برخې له جوړیدو سره به د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي ستونزې هوارې شي، د هرات د ختیځو ولسوالیو د هر اړخیز پرمختګ سبب به وګرځې همدارنګه به د چشت شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو په لیږد کې ګټور رول ولري.

د یادوني وړ ده، چې د هرات - چشت شریف سړک ټولټال ۱۵۵ کیلومتره اوږدوالی لري او په پنځو برخو ویشل شوی چې لومړی لاټ یې ۳۵ کیلومتره او پاته څلور لاټونه یې هر یو ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

 

.

1 year 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS