بلخ: په مارمل ولسوالۍ کې د څه باندې ۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې روانې دي
د بلخ ولایت د مارمل ولسوالۍ له مرکز څخه تر باغ قطي کلي پورې د ۸.۹۱ کیلو مټره سړک چارې له ۱۸ سلنه پرمختګ سره روانې دي.
دا سړک ۵ متره پلنوالی لري چې ۴.۶۵ کیلومټره برخه یې په کانکرېټ او پاته ۴.۲۶ کیلو متره برخه یې په جغلي ډول جوړیږي.
د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت لخوا له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګڼې کاري ورځې رامنځته شوی چې د رغنیز کار له بشپړیدو سره به یې پروز، باغ قطي، لب حوض، چهارمغز سای، پسته قلیج، پشت باغچه، لب چاه، فقیر آباد، کریم آباد، هاشم آباد، عالم آباد او نور خدا کلي د مارمل ولسوالۍ له مرکز سره ونښلي.