د هیواد د لویو لاور او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

Anonymous (not verified)
Thu, Feb 03 2022 12:21 PM
د هیواد د لویو لاور او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورنو په اساس د هیواد د لویو لارو او سړکونو عمومي وضعیت په لاندې ډول دی:

د سالنګ لویه لار:

د سالنګ لویه لار د واورې د تیز اورښت له کبله، د تیرې شپې له ۸ بجو راهیسي د ترافیکو پرمخ بنده ده، چې په شمالي سالنګ کې د واورې کچه ۸۰ سانتي متره او په جنوبي سالنګ کې بیا ۲۰ سانتي متره ده.

بامیان: په دې ولایت کې اسمان لمر دی، له دښت دیوالي تر پنجاب بازار پورې لار د برف کوچ له امله بنده ده، خو د دې ولایت نورې لارې بیا تر دې مهاله پرانیستې دي.

غور: په دې ولایت کې اسمان وریېځ ده، د واورې د اورښت له کبله د دې ولایت لارې د ترافیکو پرمخ بندې دي، د بند بکک، بند بایان او کوتل غوک لارو د پاکولو چارې بشړې شوې دي او د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي، خو د نورو مسیرونو د پاکولو کار دوام لري.

دایکنډي: په دې ولایت کې هم هوا وریېځ ده، له دو راهي شش څخه تر لکک کوتل پورې، له میانه قول کوتل څخه تر قهور کوتل پورې او د قهرستان له سفید سنګ بازار څخه تر ګرګي پورې غځېدلي لارې چې د ترافیکو پرمخ بندې دي دا مهال یې د پاکولو کار دوام لري، خو د دې ولایت نورې لارې تر دې مهاله پرانیستې دي.

د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت له مالي او ځاني زیان څخه د مخنیوي په موخه په دې لویه لار له ټولو لارویانو او موټر چلونکو څخه غوښتنه کوي؛ تر څو ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي، د موټر ځنځیر (چاین) په تړلو سربیره خوراکي توکي او اضافه تیل له ځان سره ولري او د مؤظفو کسانو لارښوونو ته توجه وکړي.

.

5 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS